ولسمشر غني: ترهګرې ډلې د زوال او نابودۍ په حال کې دي

 

کابل (پژواک، ٢٧ تله ٩٦): ولسمشر غني د کندهار د ميوند په ځانمرګي بريد کې د وژل شوو لسګونو سرتېرو په غبرګون کې ويلي چې د دغو کړنو ترسره کوونکي له جنایت، وحشت او انسان وژنې پرته کومه لاسته راوړنه نه لري او د نابودۍ په حال کې دي.

په ميوند ولسوالۍ کې تېره شپه د طالبانو د ځانمرګي بريد له امله د ملي اردو ٤٣ سرتېري وژل شوي دي.

له ارګه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر له قوله راغلي چې جنایتکارو او پردي پالو ډلو په تازه ترهګريزو بریدونو کې د هېواد بېلابېلې برخې په نښه کړې؛ پکتیا او غزني کې له جنایتونو او بشري ضد کړنو وروسته یې تېره شپه د کندهار میوند ولسوالۍ کې یو شمېر هېوادوال او د امنیتي ځواکونو سرتېري ووژل او ټپیان کړل.

ده ويلي، دغه ډلې چې له جنایت، وحشت او انسان وژنې پرته کومه لاسته راوړنه نه لري، د زوال او نابودۍ په حال کې دي.

بل لور ته خلک او د ملي یووالي حکومت د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ ولاړ دي او په خپل ټول توان به د ترهګرو د جنایتونو د نوې څپې پر وړاندې ودرېږي.

هغه زياته کړې، ترهګرې ډلې په خپلو جنایتونو او نه بښونکو اعمالو سره، هره ورځ له ټولنې شړل کېږي چې له تسلیمۍ او نابودۍ پرته بله لاره نه لري، نو له همدې امله دا ډلې له هېڅ ډول جنایت څخه لاس نه اخلي.

د نوموړي په وينا، د هېواد اتل امنيتي او دفاعي ځواکونه پر خپلو وینو د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا دفاع کوي او د دوی ښکلې کارنامې به د هېواد د تاریخ په زرینو پاڼو کې ثبت شي. دا سرتېري د تروریستانو پر ضد د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي چې د افغانستان خلک او نړیواله ټولنه د دوی د سرښندنو او اتلولیو منندوی دي.

ولسمشر غني د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مبارزې او زړور مقاومت د ستاینې ترڅنګ، دغو ځواکونو ته د دوی د یوشمېر همسنګرانو د وژل کېدو تسلیت وایي او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله کوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.