ولسمشر غني او د نړۍ نورو مشرانو جوبایډن ته مبارکي ورکړې

 

دامریکا غږ

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني جوبایډن ته د امریکا د نوي ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړې ده.

جو بایډن د چهارشنبې په ورځ جنوري ۲۰ د وفادارۍ لوړه وکړه.

ولسمشر غني په خپل ټویټر کې لیکلي‌ دي: « ولسمشر جو بایډن ته په دغه تاریخي ورځ کې په نوي پیل مبارکي وایم. په دغو ستړیو کوونکو ورځو کې افغانستان د امریکا تر څنګ ولاړ دی- زموږ اساسي ملګری- چې د سولې او د تروریزم د څو بعدي ستونزو سره د مبارزې لپاره یو ځل بیا ملګرتیاوې پیلوي.»
امریکا د افغانستان ستراتیژیک ملګرې بلل کیږي چې له شاوخوا شلو کلونو راهېسې د افغانستان سره په ملکي او نظامي برخو کې مرستې کوي. دا مهال د امریکا په همکارۍ د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مذاکره کوونکو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي چې په افغانستان کې روانه جګړه ختمه شي.

د امریکا د دفاع وزارت څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې د خپلو سرتېرو شمېر تر ټولو کمې اندازې ۲۵۰۰ ته ورسوه چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د تړون یوه برخه ده.

د نړۍ د مشرانو غبرګون

په همدې حال کې د نړۍ ځینو نورو هېوادونو هم ولسمشر بایډن ته مبارکي ورکړه ده.

د اروپايي کمېسون مشرې «اورزولا فن درلاین» د مبارکي تر څنګ ویلي: « له څلورو اوږدو کلونو وروسته، اروپايي ټولنې بیا په سپینې ماڼۍ کې ملګری پیدا کړ.» هغې ویلي دي چې دغې شېبې ته یې ډېر انتظار کاوه.

د جرمني ولسمشر فرانګ والټر شټاینمایر ویلي دي دا د دموکراسۍ لپاره یوه ښه سیبه ده. هغه ویلي دي: «زه د ارامتیا احساس کوم چې جو بایډن د ولسمشر په توګه لوړه وکړه او سپنې ماڼۍ ته راغی. زه پوهېږم چې په جرمني کې ډېر خلک همدا مشترک احساس لري.»

د برتانیا صدراعظم بوریس جانسن ویلي دي چې هیله مند دی چې سږکال ولسمشر بایډن د جي-۷ هېوادونو په غونډه کې په برتانیا کې وویني.

هغه ویلي دي: « د کوویډ۱۹ او اقلیمي بدلون سره په مبارزې، دفاعي‌، امنیتي او د دموکراسۍ په دفاع کې زموږ اهداف مشترک دي. زموږ ملتونه به څنګ په څنګ کار کوي چې دا اهداف ترلاسه کړي.»

د ایټالیا صدراعظم کونته، هیله ښودلې ده چې له امریکا سره ګډ کار وکړي. هغه ویلي دي: « منتظر یو چې د بایډن له ادارې سره کار وکړو.»

د هسپانیا صدراعظم پېدرو سانچس ویلي دي: « د بایډن بری پر ښي اړخ-افراط بری دی او د هغه په دریو تګلارو: لوی فریب، ملي تفرقي او ناوړه استفادې او آن په دموکراتیکو بنسټونو باندې په تېري بری دی.»

د ولسمشر ټرمپ ادارې له اروپايي هېوادونو سره د اقلیمي بدلون، نړیوال تجارت او ځینو نورو مسایلو په اړه اختلافات درلودل.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولتنبرګ هم په خپل ټویټر کې لیکلي دي: « زه ولسمشر جو بایډن ته د هغه د لوړې د مراسمو د ورځې مبارکي وایم. غښتلې ناټو د دواړو شمالي امریکا او اروپا لپاره ښه ده، ځکه چې موږ یو هم په یوازې ځان هغه ننګونې نشو حل کولی چې ورسره مخامخ یو. نن د یو بل چپټر د پیل ورځ ده او د نژدې همکارۍ په تمه.»

د ایران ولسمشر حسن روحاني‌هیله ښودلې ده چې د جوبایډن حکومت بېرته د ایران د اتومي تړون سره یو ځای شي.

جو بایډن د امریکا د ۴۶م ولسمشر په توګه لوړه وکړه او وویل چې له یو شمېر هېوادونو سره به بیا د امریکا اړیکې رغوي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.