ولسمشر غني او حسن روحاني، پر سوله او ګډو اقتصادي پروژو ټینګار کړی

 

تاند، دوشنبه، د جوزا ۱۲مه: د ایران ولسمشر حسن روحاني خپل افغان سیال اشرف غني سره په تلیفوني خبرو کې هغه ته د بیا څږځل ولسمشرۍ او سیاسي توافق مبارکي ویلې او د خواف – هرات ریل پټلۍ په ګډون ، د دواړو هیوادونو د ګډو پروژو د کارونو په چټکولو باندې یې ټینګار کړی دی.

حسن روحاني په عین حال کې د کورونا ویروس پروړاندې مبارزه کې افغان کډوالو ته د وړیا روغتیایي خدماتو پر چمتو کولو هم ټینګار کړی دی.

روحاني، محمد اشرف غني ته د نوي ولسمشر په توګه مبارکي وویله او د ملي پخلاینې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله سره یې د جکومت د سیاسي هوکړې په تړاو یې هم خوښي څرګنده کړ: (( هیله لرم د افغانستان د حکومت او د مصالحې عالي شورا د ټولو عناصرو په هڅو سره به افغانان نور سولې ، ثبات او امنیت خاوندان شي.))

د ایران ولسمشر د کورونا پر وړاندې په مبارزه کې د خپل هیواد بریا ته په اشارې او افغان مهاجرو ته د وړیا روغتیایی خدمتونو وړاندې کولو په هکله وویل: د کورونا په وړاندې مبارزه کې افغان کډوالو ته د روغتیایي خدماتو وړیا لاسرسی نور هم اسانه کړای شوی دی.

ښاغلي روحاني څرګنده کړه چې د ایران حکومت تګلاره د ټولو ګاونډیو په ځانګړي توګه له افغانستان سره د دوه اړخیزو او دوستانه اړیکو او همکاریو پراختیا ده: ((موږ په افغانستان کې د ثبات او امنیت پراختیا ملاتړي یوو، موږ باور لرو چې د خبرو اترو له لارې د ټولو اړخونو تر منځ مسایل د اصولو په چوکاټ کې حل شي ، او پدې لار کې به موږ تل د افغانستان د دولت او خلکو تر څنګ ودریږو.))

هغه زیاته کړه: (( باید د خواف – هرات ریل پټلۍ په ګډون د دواړو هیوادونو ترمنځ د موافقتنامو او پروژو پلي کولو چارې لا ګړندۍ کړو.))

د روحاني په خبره په راتلونکي کال کې د چابهار – زاهدان د ریل پټلۍ بشپړیدل او پرانیسته به یئ په سیمه کې د توکو او ترانسپورت پراختیا کې مثبت بدلون راولي.

په دې تلیفوني خبرو کې ولسمشر غني په سیمه ییز ثبات او امنیت کې د ایران رغنده رول ته په اشارې سره په دغه هیواد غږ وکړ چې په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ وکړي.

هغه په ​​بیلا بیلو برخو کې د ایران او افغانستان ترمینځ اړیکو پراختیا ته هیله څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې د دواړو هیوادونو د چارواکو په هڅو سره به کابل او تهران د اړیکو او همکارۍ د لا پراخېدو شاهدان شي.

دا لومړی ځل دی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر په توسط ایراني مقاماتو په لږو ورځو کې له ولسمشر غني سره پرله پسې تماسونه نیسي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په افغانستان کې یې په وروستي سیاسي تړون کې کلیدي رول لوبولی دی

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.