ولسمشر غني: اوس ضوابط پر روابطو لاسبري شوي A

 
تاند- د افغانستان ولسمشر اشرف غني وايي، په سلو کې ۴۰ افغانان د فقر تر کرښې لاندې اوسي.

ښاغلي غني نن /شنبه/ وویل، پخوا د ګومارنو پروسې د ځوانانو له ظرفیتونو څخه د کار اخیستلو مخه نیوله خو اوس ضوابط پر روابطو لاسبري شوي دي.

«زموږ ځوانان د زړه ماتوالي سره مخ وو، په تېر کې د استخدام پروسه د دې مانع ګرځېده چې د هغو له ظرفیتونو څخه د ملي پانګې په توګه استفاده وشي. هغه ټینګار وکړ: په هره اداره کې چې د استخدام پروسه مبهمه وي، هغه اداره د اصلاح وړ نه ده. دولت د خلکو د ارزوګانو د ترلاسه کولو وسیله ده او هغه دولت چې خدمات ونه لري دولت نه دی، بلکې د ثبات د نشتوالي او نه همغږۍ وسیله ده.»

ولسمشر اشرف غني دا خبره د تجارتي اتشو او د تدارکاتو ادارو نویو رئیسانو د معرفي او په اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې د بدلون نویو برنامو د پرمختګ څرنګوالي او لاسته راوړنو او همدارنګه د کمېسیون د نوې ودانۍ د پرانیستې مراسمو کې وکړه.

ښاغلي غني د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د کمیسیون د یو کلنو اقداماتو ستاینه وکړه، ویې ویل«په هره اداره کې چې د استخدام پروسه مُبهمه وي یا د روابطو پر اساس وي، هغه اداره نه اصلاح کېږي.»

ده همداراز وویل«هرڅومره چې ضوابط پر روابطو حاکم شي، په هماغه اندازه ملي یووالی، د ملت او دولت ترمنځ اعتماد او د خصوصي سیکتور او ټولنې ترمنځ اعتماد ډېرېږي.»

د افغانستان ولسمشر د هیواد په وارداتو او صادراتو کې ناانډولي یوه اساسي ستونزه وبلله، ویې ویل، هغه هیواد چې واردات یې تر صادراتو ۱۲ برابره زیات وي، له اقتصادي نظره په پښو نه شي درېدلی.

ده وویل چې په سلو کې ۸۰ وارداتي مالونه په افغانستان کې شته یا ترلاسه کېدای شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.