ولسمشر غني: اساسي قانون ټول چوکاټونه مشحص کړي او تطبیق یې د حکومت دنده ده

 

دآزادی راډیو

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني وايي، وخت په تېرېدو دی او له فرصته په استفادې باید مخ پر وړاندې لاړ شو.

له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو د ۲۹ مې کلیزې په مناسبت په جوړې شوې غونډه کې، تر ډېره سیاسي مشران د روان وضعیت په اړه وغږېدل او ان پر یو بل یې تندې نیوکې هم وکړې.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني یادې غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل چې د زغم سیاست یې غوره کړی او د ستونزو د حل او د هېواد د پرمختګ لپاره باید هڅې وشي.

د ښاغلي غني په خبره، د افغانستان اساسي قانون ټول مسایل واضح کړي او د قانون تطبیق د حکومت وجیبه ده.
ښاغلي غني زیاته کړه:

“وخت ساکت نه شي پاتې کېدلای، که موږ غواړو چې مخ ته ولاړ شو او د خپلو خلکو ستونزې حل کړو، نو اړتیا ده چې پرېکړه وکړو، سلا مشوره د سر په سترګو، اما داسې نه شي کېدای چې پرېکړې ونه کړو، ځکه اړتیا ده چې باید دغه کار وشي، انتخابات، اقتصاد او د کډوالو راستنېدنه، دا ټول پرېکړو ته ضرورت لري.”

په دغه ناسته کې یو شمېر پخوانيو جهادي رهبرانو، سیاسي څېرو، د ملي شورا غړو او د سیاسي ګوندونو مشرانو هم برخه اخیستې وه.

د جمهور رئیس دوهم مرستیال سرور دانش غوندې ته په خپلو خبرو کې وویل، د موثقو نړیوالو سرچینو له مخې، له پخواني شوروي اتحاد سره په جګړه کې نېږدې یو نیم میلیون کسان وژل شوي او تر درېیو میلیونو پورې معلول او یا هم ټپیان شوي دي.

د ښاغلي دانش په خبره، پر افغانستان د شوروي ځواکونو د یرغل له کبله، د دغه هېواد اقتصاد، زراعت او زیربناوې په بشپړه توګه له منځه تللي او د شوروي ځواکونو له خوا تر ۱۵ میلیونو پورې ماینونه ښخ کړای شول.

په دغه ناسته کې د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وویل چې په افغانستان کې باید پرېکړې ملي ګټو او د خلکو غوښتنو ته په پام سره وشي، نه دا چې په خبره یې، کړکېچ لا پسې زیات کړي.
ښاغلی عبدالله وایي:

“هغه مسایل چې د افغانستان په ملت او خلکو پورې اړه لري او سنجول شویو، دقیقو او با تدبیرو پرېکړو ته ضرورت لري، د خلکو غوښتونو ته په پام او د دغه اصل له مخې چې کوم مسایل زموږ لومړیتوبونه دي، باید په اړه یې پرېکړې وشي، موږ باید له کړکېچه د کړکېچ پرلور لاړ نه شو.”

خو ښاغلي عبدالله په څرګند ډول کومې خاصي موضوع ته اشاره ونه کړه.

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلیمار بیا یادې غونډې ته په خبرو کې وویل، ملي ګټې په اساسي قانون کې تعریف شوي او له جمهور رئیسه یې وغوښتل چې په بېلابېلو برخو کې هغه عملي کړي.

په دغه ناسته کې د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وویل چې د اوسني کړکېچ یوازینۍ حل مذاکره او سوله ده او جګړه حلاره نه شي کېدای.

نوموړي د خپلو خبرو په یوې برخه کې پر هغو ډلو چې په حکومت کې شاملې دي، جدي انتقاد وکړ چې د حکومت د پیاوړي کولو پر ځای یې د تضعیف هڅې کوي.
نوموړي وویل:

“موږ همدغه د خپلو رقیبانو او سیاسي حریفانو حکومت منو او فرصت ورکوو چې خپل کار ته دوام ورکړي، موږ د اوسني حکومت کمزوري کول او نسکورېدل نه غواړو، خو په حکومت کې پر شاملو ډلو هم غږ کوو چې په هېڅ صورت حکومت کمزوری نه کړي، یو بل ونه ګواښي او ان د ګواښونې لهجه او د تشنج د رامنځته کولو سیاست دې پرېږدي.”

افغانانو د زیاتو قربانیو په ګاللو ۲۹ کاله وړاندې وکړای شول چې د پخواني شوروي ځواکونه له هېواده وتلو ته اړ کړي.

د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو څه باندې ۹ کاله په افغانستان کې حضور درلود چې په دغه موده کې یې زرګونه هغه ووژل شول، لسګونه طیارې یې نسکورې او سلګونه ټانګونه او پوځي وسایط یې له منځه ولاړل.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.