ولسمشر غني، ټولې دولتې تصدۍ په یوه نوي شرکت کې مدغمې اعلان کړې

دآزادی راډیو

تاند، چهار شنبه، ددلوې ۱۶مه: ولسمشر غني د یو تازه فرمان له مخې ټولې ۸ دولتي تصدۍ یو تر بله مدغم کړې او د انکشاف ملي شرکت د رامنځته کېدو امر یې کړی دی.

د ولسمشر د تازه فرمان له مخې ویلي د کور جوړونې تصدي، د بنايي ساختماني تصدي، افغاني دستګاه، د هلمند ساختماني تصدي، د غوري سیمنټو فابریکې، د جبل السراج د سمنټو فابریکه، د ارزاقو تصدي او د کندهار د کرنیزو فارمونو تصدي دې په یو بل کې مدغم شي او د دوی لپاره دې نوی د انکشاف ملي په نوم شرکت تشکیل شي.

ولسمشر همدا راز د ارګ د عملیاتي ادارې مرستیال عبدالرحمن عطاش د دغې نوي دولتي شرکت اجرائیوي مشر ټاکلی چې په وینا یې د کابینې او عالي شوراګانو په ناستو کې به هم ګډون کوي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د تصدیو د ادغام چاره یې د دولتي تصدیو د انسجام او کارونو د ښه والي لپاره کړې ده.

د ولسمشر د تازه فرمان له مخې مالیې وزارت ته امر شوی دی چې د انکشاف ملي شرکت لپاره دې لومړنۍ بودیجه دوه میاشتو کې ورکړي او بیا دې د دغې شرکت ټوله بودیجه د ارګ د عملیاتي ادارې له جیبه ورکول شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.