ولسمشر: د کابل د ولسوالیو په منځ کې متوازن انکشاف نشته

 

 
کابل (پژواک ٢ زمرى ٩٦): د کابل د ١٤ ولسواليو استازو له ولسمشر سره په کتنه کې په دې ولسواليو کې د امنيتي ګواښونو د له منځه وړلو او د بيارغونې د پروژي په پلي کولو ټينګار وکړ.

د کابل ولايت د ١٤ ولسواليو قومي مشرانو، متنفذينو او ځوانانو، نن له ولسمشر اشرف غني په ارګ کې د کتنې پرمهال خپلې ستونزې، وړانديزونه او نظريات شريک کړل.

په دې ناسته کې د خاکجبار د شورا غړي انجنير میر افضل وويل، څلور کاله وړاندې دا ولسوالي د سولې په نوم ياده شوې ده، خو په دې وروستيو کې د دولت مخالفين د خاکجبار اړوندو سيمو کې ورانکاره او ترهګريز فعاليتونه کوي، د سيمې خلکو او دولتي کارکوونکو ته ګواښونه کوي او د دوى ژوند يې له ستونزو سره مخامخ کړى دى.

ده زياته کړه، وسله وال مخالفين په دې توانېدلي چې د دغې ولسوالۍ امنيت په زياته کچه ګډوډ کړي، خلک ووېروي او ورځ په ورځ حالات خرابه کړي.

نوموړي د دې ستونزو د هواري په خاطر وړانديز وکړ چې د مخالفينو د تګ راتګ د مخنيوي او د ګواښونو د له منځه وړلو په موخه دې د ولسونو په خوښه د دې ولسوالۍ په درېيو سيمو کې امنيتي پوستې جوړې شي، نور وړ او ژمن امنيتي مسوولين دې پر دندو وګومارل شي او هم دې په سيمه کې پرمختيايي پلانونه عملي او په مناسبو بستونو کې دې د خاکجبار ځينې کدرونه ځاى په ځاى کړل شي.

د هغه په وينا، خاکجبار ولسوالۍ ته غځېدلى سړک دې په اساسي ډول جوړ شي، يو مجهز روغتون او څو فرعي کلينيکونه، د اوبو بندونه، جوماتونه او مدرسې دې ورته جوړ شي.

ده دغه راز غوښتنه وکړه، چې د خاکجبار د کرنې برخې ته دې پاملرنه وشي، له هېواده بهر بېرته راستنېدونکو کډوالو ته دې سرپناه برابرې شي، د عينک د مسو د کان په استخراج کې دې د دې ولسوالۍ خلک وګومارل شي، د شهيدانو او معلولينو کورنيو ته دې ځمکې او کورونه ورکړل شي، د خلکو د تګ راتګ لپاره دې د نقليه وسايلو زمينه برابره شي، د کابل په پوهنتونونو کې دې محصلينو ته د ليليې اسانتيا برابره شي، د برېښنا له نعمته دې خلک مستفيد کړى شي او د خاکجبار چاپېريال ساتنې ته دې پام وشي.

په دې ناسته کې د سروبي د خلکو په استازيتوب مجنون خان مخلص وويل، که حکومت د دې ولسوالۍ پولو ته له قومونو سره په همکارۍ جدي پاملرنه ونه کړي، نو خداى مه کړه له دې سيمې څخه پلازمېنه کابل هم له ګواښ سره مخ کېداى شي.

هغه زياته کړه، سره له دې چې د سروبي قومونهو او ولس تل هڅه کړې چې په دې ولسوالۍ کې ناامنيو ته د پاى تکى کېږدي، خو د ناامنيو زياتره پېښې په کې د نورو سيمو او ولايتونو پورې د اړوندو مخالفينو له خوا پېښېږي.

نوموړي دغه راز غوښتنه وکړه چې دا ولسوالۍ دې لومړۍ درجې ته ارتقا وکړي، د سروبي ټول کلي دې د برېښنا له نعمته برخمن شي، سړکونه دې يې په اساسي ډول پاخه شي، پوهنې ته دې يې توجه وشي، شل بستريز روغتون دې پنځوس بستريز ته لوړ شي او د بيارغونې پروژې دې په کې پلې شي.

په دغې غونډه کې د کابل د میربچه‌کوټ ولسوالۍ څخه سیدجلال، شکردرې ولسوالۍ څخه حاجي محمد احسان، ګلدرې ولسوالۍ څخه سید وزیر، فرزې ولسوالۍ څخه عبدالولي، کلکان ولسوالۍ څخه عبدالحکیم عبدالرحیمزي، استالف ولسوالۍ څخه سیدجمال هاشمي، قره‌باغ ولسوالۍ څخه شجاع الدوله، پغمان ولسوالۍ څخه نیلوفز ابراهیمي، بګرامیو ولسوالۍ څخه حاجي ګل محمد، چهاراسیاب ولسوالۍ څخه کفیل نظرمحمد، موسهي ولسوالۍ څخه حاجي اسدالله او ده سبز ولسوالۍ څخه سکینې خاورې د خپلو سیمو د خلکو په استازیتوب هم خبرې وکړې.

هغوى له ولسمشر غني څخه مننه وکړه چې د ولسي مشورو په لړ کې یې وخت ورکړ، ترڅو خپلې قانوني غوښتنې له مشخصو طرحو سره ورته وړاندې کړي او همدارنګه یې د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو، د حکومت امنیتي، پرمختیايي او پراختیايي برنامو څخه ملاتړ څرګند کړ.

یادو ویناوالو همدارنګه د غني بهرنی سیاست او په کور دننه انکشافي برنامې وستایلې او د کابل ښار په امنیتي پلان کې یې د کابل د ولسوالیو شاملول وغوښتل.

هغوی د کابل د شمالي ډنډ ولسوالیو د بېلابېلو برخو په انکشاف خوښي وښوده او ترڅنګ یې د ښوونې، روغتیا، برېښنا او د اوبو د بندونو د جوړېدو په اړه مشخص وړاندیزونه وکړل.

دوی په خپلو خبرو کې د کابل کوهدامن اړوند سیمې د کابل ښاریانو لپاره مېلمستون وباله چې هره ورځ سلګونه کابل ښاریان یې لیدو ته ورځي.

هغوی وویل، شمالي خواته غځېدلی سړک تنګ دی او د ګڼه ګوڼې له امله هره ورځ لار بنده وي.

دوی دغو ټولو برخو ته د جمهور رئیس ځانګړې پاملرنه وغوښته.

د شمالي ډنډ ولسوالیو استازو دغه ولسوالۍ د مېوو په ځانګړي ډول د انګورو د حاصلاتو له پلوه مهمې وبللې او د خپلو حاصلاتو لپاره یې د سړو خونو جوړول او د بازار په پیدا کولو کې د حکومت توجه وغوښته.

دغه راز دوی د اوبو له کمښت څخه شکایت وکړ، وې ویل، د شاه و عروس بند او دغه سیمه کې د نورو بندونو په جوړېدو سره به د دوی ډېرې ستونزې حل شي.

همدارنګه یادو ویناوالو د استالف تخت د بیارغولو، د پوهنتون جوړولو، د معارف په برخه کې د تشکیل زیاتولو او د امنیت د تامین او قانون د حاکمیت په موخه د خپلسرو او غیر مسووله وسله‌والو افرادو او ډلو پر ضد د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.

دوی د کابل ښار د ناحیو او ولسوالیو ترمنځ د بریدونو په معلومولو ټینګار وکړ، وې ویل، دا چې ناحیې ورځ تر بلې لویېږي، د ناحیو او د ولسوالیو د مسوولانو ترمنځ د نه همغږۍ له امله ځیني مسائل د دواړو د امنیتي او پراختیايي پوښښ څخه پاتې کېږي.

دغه راز دوی په متوازن انکشاف ټینګار وکړ، وې ویل، اکثره یادو ولسوالیو کې ان داسې سیمې شته چې هیڅ سړک ورته نه دی پوخ شوی او د روغتیا، پوهنې او انکشافي چارې له نشت سره برابرې دي. په ځانګړي ډول مجنون مخلص په مشخص ډول سروبي ولسوالۍ په اړه وویل چې د دوی په سیمه کې د برېښنا درې مهم بندونه شته چې کابل او ننګرهار ته برېښنا ورکوي او له کلونو راهیسې دوی دغه شتمني ساتلې، خو دوی خپله برېښنا نه لري.

دوی د صنعتي پارکونو، د کډوالو لپاره د ښارګوټو جوړولو، کرنې او د کلیو او پراختیا په برخه کې د حکومت ځانګړې پاملرنه وغوښته او په دې اړه یې خپلې مشخصې غوښتنې مطرح کړې.

د ویناوالو د غوښتنو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته، ولسمشر محمد اشرف غني له ټولو ګډونوالو او ویناوالو څخه مننه وکړه چې د حکومت له برنامو څخه د ملاتړ تر څنګ یې خپلې مشخصې غوښتنې مطرح کړې.

ده وویل، د پایتخت زون لپاره چې د کابل شاوخوا ولایتونه هم په کې شامل دي، حکومت د صنعتي پارکونو، ښارګوټو، سړکونو جوړولو او برېښنا غځولو په شمول مشخص انکشافي پلانونه په نظر کې لري.

دغه راز جمهور رئیس سکتوري وزیرانو او د ادارو مشرانو ته لارښوونه وکړه چې د کابل د ولسوالیو په اړه د خپلو اقتصادي او انکشافي برنامو په اړه مفصل راپور ورته چمتو کړي چې له مطرح شویو وړاندیزونو سره سم یو شمېر پروژې په ښار او یو شمېر یې په ولسوالیو کې په ترتیب سره عملي شي.

نوموړي د طبیعي سرچینو، اوبو او د حاصلاتو له پلوه د کابل هره ولسوالۍ مهمه وبلله، وې ویل، ستونزه دا ده چې د دغو ولسوالیو اوبه په سمه توګه نه دي مدیریت شوي او په دې اړه باید جدي ګامونه واخیستل شي.

هغه زیاته کړه، د صنعتي پارکونو لپاره د ځمکې له ترلاسه کولو لویه مسئله جوړه شوې ده او لارښوونه یې وکړه چې د ځمکې ترلاسه کول باید ارزانه او اسانه شي.

غني په ګډونوالو غږ وکړ چې اتحادیې جوړې کړي چې حکومت یې محصولاتو ته بازار پیدا کړي او پانګوال په ولسوالیو کې پانګونې ته وهڅوي.

د ده په خبره، که هره ولسوالۍ کې پانګوال پانګونې ته چمتو کېږي، د حکومت له خوا به یو ځانګړی ټیم ورسره همکاري کوي.

نوموړي د کرنې په سکتور کې د ښځو نقش ته په اشارې وویل، تجربو ښودلې، کومې ښځې چې کرنه کې برخه اخلي، له اقتصادي پلوه یې د کورنۍ ژوند بدل شوی دی او د کرنې په سکتور کې یې د ښځو په هڅولو ټینګار وکړ.

ده وویل، د کور او ښار جوړولو وزارت د چمتو شویو ودانیزو توکو فابریکه د جوړېدو په حال کې ده چې له دې سره به لومړی د کابل د ولسوالیو د ښوونځیو او ولسوالیو ودانۍ جوړې کړي.

غني ومنله چې د کابل ولایت د ولسوالیو په منځ کې متوازن انکشاف نشته او زیاته یې کړه، د خاکجبار او موسهي ولسوالۍ د بدخشان له درواز او د دایکنډي او پکتیکا له ولسوالیو هم زیاتې شاته پاتې دي.

د هغه په وينا، اوس له حکومت سره هم پراختیايي او پرمختیايي طرحه شته او هم یې د عملي کولو لپاره قوي اراده موجوده ده او حکومت اوس خلکو ته د لا ښه خدمت په قدرت د بدلېدو په حال کې دی.

په پای کې جمهور رئیس غني وویل: “تاسې د افغانستان افتخار یاست، له یو بل سره ژورې اړیکې لرئ او دغه وحدت باید وساتل شي، ځکه په دغه وحدت کې زموږ بریالیتوب نغښتی دی او دا وحدت زموږ راتلونکی تضمینوي.”

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.