ولسمشر خپل ۱۶ سلاکاران له دندو ګوښه کړل

 

تاند (سه شنبه د میزان ۸) لسمشر محمد اشرف غني د چارو د ادارو په وړانديز خپل ۱۶ سلاکاران له دندو ګوښه او دهغوى تشکيلات یې لغوه کړل.

له دندو څخه د ولسمشر ګوښه شوي سلاکاران:

۱. سید احمد ګېلاني، په نړیوالو چارو کې د ولسمشر سلاکار

۲. قطب الدین هلال، د سولې په چارو کې د ولسمشر سلاکار

۳ . داکتر احمد مشاهد، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو برخه کې د ولسمشر سلاکار

۴. محمد ایوب رفیقی، په عامه چارو کې د ولسمشر سلاکار

۵. شیر محمد جامی زاده، د طبیعي سرچینو برخه کې د ولسمشر سلاکار

۶. شاه محمد څرګند، د څېړنې او پراختیا برخه کې د ولسمشر سلاکار

۷. سیروس علاف، په سوداګریزه برخه کې د ولسمشر سلاکار

۸ . نجیب الله خواجه عمری ، د لوړو زده کړو برخه کې د ولسمشر سلاکار

۹. خلیل الله زمری، د توقیف ځایونو او بندیانو چارو ستونزو ته د رسېدو په برخه کې د ولسمشر سلاکار

۱۰ . عبدالرحمن هوتکی په سیاسي او سیمه ییزو چارو کې د ولسمشر سلاکار

۱۱ . پیغمبر قل دوغن، په ټولنیزو چارو کې ولسمشر سلاکار

۱۱. گلالی اڅکزۍ ، د مېرمنو د حقونو په برخه کې د ولسمشر سلاکاره

۱۲. عزیز الله آریافر، د دفتري اصلاحاتو برخه کې د ولسمشر سلاکار

۱۳ محمد عزیز بختیاری، په ټولنیزو او فرهنګي چارو کې د ولسمشر سلاکار

۱۴. لیلا احراری، د ولسواکۍ پیاوړتیا برخه کې د ولسمشر سلاکار

۱۵ . همایون جریر، په ټولنیزو چارو کې د ولسمشر سلاکار

۱۶ بسم الله روحانی ، د قومونو په چارو کې د ولسمشر سلاکار

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.