ولسمشر او خلیلزاد د نسبي اوربند د اوونۍ په مدیریت بیړنۍ ناسته کړې

 

تاند، جمعه، د حوت ۲مه: ولسمشر غني نن غرمه یو وار بیا په بیړني ډول د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي.

د ارګ ویاند صدیق صدیقي په دې اړه تاند ته وویل، په لیدنه کې له ولسمشر سره د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح، د اداري اصلاحاتو کمېسیون مشر نادر نادري، د سولې وزیر سلام رحیمي، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د ولسمشر ځانګړي سلاکار فاضل فضلي او د سیمه ییزو ارګانونو مشر متین بیک برخه اخیستې وه او د امریکايي لوري له خوا زلمي خلیلزاد، جنرال سکاټ میلر او په کابل کې د امریکا د سفارت سرپرست راس ویلسن برخه اخیستې وه.

د صدیقي په خبره په دغه کتنه کې دواړو لوریو د تاوتریخوالي د پام وړ کموالي پر جزئیاتو او د تاوتریخوالي کموالي اوونۍ د مدیریت په اړه بحث او خبرې وکړې چې سر له نن شپې دولس بجو به پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې زلمي خلیلزاد او طالبانو دواړو تایید کړې چې د سولې هوکړه به د فبرورۍ په ۲۹مه لاسلیک شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.