ولسمشرغني ننګرهار کې د درې ملکي وګړو د وژنې په اړه د دقيقې څېړنې امر وکړ

 

 

کابل (پژواک، ٢٣ غبرګولى ٩٥) : ولسمشر اشرف غني د ننګرهار ولايت د هغې پېښې د دقيقې څېړنې امر کړى، چې دامريکايي ځواکونو لخوا درې ملکي وګړي وژل شوي دي.

پرون شپه د پېشلمي پر مهال د ننګرهار ولايت د غني خېلو ولسوالۍ اړونده د شېرګړ په سيمه کې پر امريکايي ځواکونو تر چاودنې وروسته، هغوى پر ملکي وګړو ډزې کړې وې چې يو پلار له دوه زامنو سره يو ځاى وژل شوى و.

له ارګ څخه د غبرګولي په ٢٣مه،پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر پر دې پېښې سخته خواشيني څرګنده کړې ده.

دغه راز ولسمشر اړونده مسوولينو ته د يادې پېښې د دقيقې څېړنې ترڅنګ هغوی ته لارښوونه کړې چې د قربانيانو له کورنۍ سره بېړنۍ مرستې وکړي.

بلخوا په کابل کې د امريکايي ځواکونو لخوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په ننګرهار ولايت کې د دوى پر ګزمې چاودنه شوې، خو زيان يې نه درلود.

سرچينې زياته کړې، له چاودنې سره سم پرې ډزې شوې چې ځواکونو يې له ځانه ددفاع په موخه ډزې کړې دي.

امريکايي ځواکونو ويلي، تر اوسه د ملکي تلفاتو په اړه رسمي ادعا يې نه ده ترلاسه کړې، خو دوى د ملکي تلفاتو پېښې جدي نيسي او په اړه يې پلـټنې کوي.

په خبرپاڼـه کې راغلي، د يادې پېښې په اړه يې پلـټنې پيل کړې دي.

امريکايي ځواکونه په داسې حال کې وايي چې د ملکي تلفاتو په اړه يې رسمي ادعا نه ده ترلاسه کړې چې پرون د ننګرهار د والي وياند او ولسوال په ياده پېښه کې د ملکي تلفاتو خبره منلې وه.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.