وسله وال طالبان وایي، هغوی به له افغان حکومت سره اوربند اوږد نه کړي
تاند – په افغانستان کې د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې هغوی به د افغانستان له حکومت سره اوربند ونه غزوي.
ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې طالبان د اوربند د اوږدولو نیت نه لري او له خپلو غړیو غواړي چې د افغانستان د مرکزي حکومت تر کنټرول لاندې سیمو ته تګ راتګ ونه کړي.
د افغانستان د جنګ ځپلیو سیمو خلک چې اکثر یې پښتانه دي او ورسره طالبان او د ملي اردو عسکر او پولیس، د حکومت او طالبانو تر منځ د اوربند له امله ډېر زیات خوښ ول، او دا خوښۍ لا هم جریان لري.
خو لا هم احتمال شته چې د طالبانو مشران نن د خپل درې ورځني اوربند په وروستیو شېبو کې خپله پرېکړه بېرته واخلي. د دې ډلې ویندوی ذبیح الله مجاهد وايي چې هیڅ طالب اجازه نه لري چې له خپلو مورچو ووځي.
مجاهد د طالبانو له قوماندانانو او سرګروپانو وغوښتل چې په هغو غونډو کې ګډون ونه کړي چې د افغانستان د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې جوړېږي او که هر چا د دې امر سرغړونه وکړه، سزا به ورکړل شي.
«د دا ډول پيښو د تکرار د مخنیوي لپاره اسلامي امارت خپلو ټولو مجاهدینو ته په جدي توګه لارښونه کوي چې هيڅوک هم له خپلو سنګرو او تر لاس لاندې سیمو څخه یوګام هم د دښمن تر واک لاندې سیمو یا ښارونوته تګ را تګ ونه کړي او داسې کول جدا منع دي.»
« دا ډول پيښو د تکرار د مخنیوي لپاره اسلامي امارت خپلو ټولو مجاهدینو ته په جدي توګه لارښونه کوي چې هيڅوک هم له خپلو سنګرو او تر لاس لاندې سیمو څخه یوګام هم د دښمن تر واک لاندې سیمو یا ښارونوته تګ را تګ ونه کړي او داسې کول جدا منع دي.
مجاهد دا خبرداری وروسته له دې ورکړ چې پرون /شنبه/ د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالي په غازي امان الله خان مېنه کې د طالبانو، دولتي ځواکونو او عام ولس په ګډه غونډه کې داعشیانو موټربمي برید وکړ، ۳۵ تنه یې شهیدان او ۶۵ نور یې ژوبل کړل.
نظرات بسته شده است.