هېواد کې له کورونا روغ شوي ۱۵۰ او ناروغان ۱۰۹۲ تنه شول

 

تاند، سه شنبه، د ثور ۲مه: د عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ټول هیواد په کچه د کورونا د ۶۶ مثبتو پېښو د ثبت خبر ورکوي او وايي، په دې سره په افغانستان کې د کورونا د ناروغانو شمېر ۱۰۹۲ تنو ته لوړ شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار تاند ته وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۲ پېښې په کابل، څلور په بغلان، یوه په پکتیا، څلور ننګرهار او پنځه لغمان کې ثبت شوې دي.

نوموړی ووايي، تر دې دمه په هیواد کې د کورونا له ناروغۍ څخه د جوړو شویو کسانو شمېر ۱۵۰ تنو او ترې د مړو شویو کسانو شمېر ۳۶ تنو ته رسېدلی.

دا ارقام په داسې حال کې ورکول شوي چې د هرات، کندهار او بلخ تشخیصیه لابراتوارونه د موادو د کمښت له کبله تړل شوي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.