هېواد کې د کورونا مثبتې پېښې په ۱۱ زرو واووښتې

 

هتاند، دوشنبه، د جوزا ۵مه: د عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا د ۵۹۱ مثبتو پېښو د ثبت خبر ورکړی او وايي، په ټول هېواد کې د کورونا په ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۱ زره ۱۷۳ تنو ته ورسېد.

د دغه وزارت د ویاند وحید مایار لخوا تاند ته په ورکړل شویو ارقامو کې راغلي چې تېره ورځ په کابل کې بیا تر ټولو ډېرې ۳۹۰ پېښې ثبت شوي او ورپسې په هرات کې ۶۲، په بلخ کې ۳۶، په بادغیس کې ۲۱، په ننګرهار کې ۱۸، په کونړ او تخار کې څوارلس څوارلس او په جوزجان کې ۱۱ تنه کورونا نیولي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې په میدان وردګو کې هم ۷، په پکتیا اوبغلان کې پنځه پنځه، په خوست کې ۳، په پنجشېر او غور کې دوه دوه او بامیانو کې د کورونا یوه مثبته پېښه تازه ثبت شوې ده.
تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کوروناویروس څخه ۱ نفر مړ شوی چې د ټولو مړو شمېر ورسره ۲۱۹ تنو ته لوړشوی دی.

همدا راز ۲۲ تنه نور روغ شوي دي چې ورسره د روغو شویو کسانو شمېر ۱۰۹۷ ته لوړ شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت پر هیوادوالو غږ کړیدی چې د اختر په ورځو کې دې د خپلوانو او دوستانو کورونو ته له تګ راتګ ډډه وکړي، تر څو د سترې فاجعې مخنیوی وشي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.