هېواد کې د کورونا مثبتې پېښې تر لس نیمو زرو واوښتې

 

تاند، یکشنبه، د جوزا ۴ مه: د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې له ۱۲۰۶ سمپلونو څخه د کورونا ویروس۵۸۴ مثبتې پېښې ثبت کړې دي.

د وزارت د ویاند وحید مایار لخوا تاند ته ورکړي معلوماتي لیست کې راځي چې په دې سره ټول هېواد کې د کورونا مثبتې پېښې ۱۰۵۸۲ ته لوړې شوې دي.

د وحید مایار په خبره تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر ټولو زیاتې ۳۲۴ مثبتې پېښې په کابل کې ثبت شوي او هرات له ۱۰۰ پېښو سره ورپسې دویم خطرناک ولایت دی.

د مایار په خبره تېرو ۲۴ ساعتونو کې له دغه ویروس څخه ۲ هېوادوالو مړینه تایید شوې او ۳۵ نور روغ شوي دي.

په دې سره هېواد کې د کورونا د مړو شمېر ۲۱۸ او د روغو شویو کسانو شمېر ۱۰۷۵ تنو ته رسېدلی دی.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تر اوسه افغانستان کې ۳۰ زره ۶۲۳ مشکوک سمپلونه تر لابراتواري معایناتو لاندې نیول شوي دي، چې تر ټولو زیات ناروغان یې په کابل، هرات، بلخ، کندهار او ننګرهار کې تشخیص شوي دي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.