هند په افغانستان کې ۲ برښناکوټونه جوړوي

 
تاند- د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، هند غواړي چې په افغانستان کې د دوو بندونو پر جوړولو پانګونه وکړي.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت نن /چهارشنبه/ وویل، هند لېواله دی چې د سروبي ۲ او د کاپیسا د باغدرې بندونه جوړ کړي.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت سرچینو وویل چې هند د دواړو بندونو د مشخصاتو په اړه معلومات غوښتي دي.

تراوسه څرګنده نه ده چې هند په دې بندونو څومره پانګونه کوي.

د سروبي ۲ بند د ۱۰۰ میګاواټه برښنا د تولید ظرفیت لري او د باغدرې بند په اړه ویل شوي چې ۳۰۰ میګاواټه برښنا تولیدولی شي.

هند تر دې وړاندې د هرات په چشت شریف کې د سلما بند په جوړولو کې مرسته وکړه.

سره له دې چې افغانستان د برښنا د تولید استثنايي امکانات لري خو د دوو ګاونډیو د لاسوهنو له کبله د بندونو په جوړولو پانګونه نه شي کولی.

ایران د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو لکه هرات، فراه او نیمروز کې د بندونو د مخنیوي لپاره د خپلو پخوانیو دښمنانو، طالبانو ملاتړ کوي او پاکستان هم په ځلونو له نړیوالو مرستندویانو غوښتي چې د افغانستان په بندونو کې پانګونه ونه کړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.