هرات او بلخ د اورګاډي له لارې نښلول کیږي

دامریکا غږ
ولسمشر غني وايي دوو کلونو کې به د مزارشریف-هرات تر منځ د اورګاډي پروژه پیل شي.

افغان حکومت د اورګاډي د پټلۍ د دغې پروژې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي‌ او نه هم ویل شوي چې کله به یې کار بشپړ شي. خو په افغانستان کې د نا امنیو له کبله ډېرې پرمختیايي پروژې ځنډول شوي‌.

هرات له مزار سره شاوخوا ۷۰۰ کیلو مېتره واټن لري. ښاغلي غني د هرات-بلخ د اورګاډي د پټلۍ غزولو خبره د یکشنبې په ورځ( ډسمبر۹) د بادغیس په قلعه نو کې وکړه.

هغه دغه ولایت ته تللی و چې د قیصار-لامان د حلقوي سړک کار پرانیزي. ښاغلي غني وویل چې د هرات او مزار نښلول “به د بادغیسانو ژوند په اساسي ډول بدل کړي”.

د قیصار-لامان سړک شاوخوا ۸۰ کیلو مېتره دی او ټاکل شوې چې د پخولو او جوړولو کار یې په دریو کلونو کې بشپړ شي.

پر دغې پروژې ۷۶.۵ میلیونه ډالره لګښت راځي او هندي‌ او چینايي شرکتونه یې جوړوي.

له مونږ سره په تماس کې پاتې شئ

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.