هاشمي: انتخاباتو کې د بایومټریک له سیسټمه د استفادې په طرح کار روان دی

دآزادی راډیو

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې دغه کمېسیون په انتخاباتو کې د بایومټریک سیسټم د کارونې په اړه څېړنې او مطالعات پیل کړي دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او سیاسي ګوندونو ترمنځ د انتخاباتو د ترسره کېدو پر څرنګوالي تر اختلافاتو او جنجالونو وروسته اوس د دغه کمېسیون مسوولین وايي چې له حکومت او نورو اړوندو بنسټونو سره په هم‎غږۍ د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د بایومټریک سیسټم نه د استفادې په موضوع کار کوي.

د دغه کمېسیون ویاند سید حفیط‎الله هاشمي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۲۹» ازادي راډیو ته وویل چې په انتخاباتو کې د بایومټریک سیسټم نه د استفادې په طرح کار روان دی او ډېر ژر به یې نتایج له خلکو سره شریک شي.
ښاغلي هاشمي زیاته کړه:

“په مختلفو سطحو کې د کمېسیون څېړنې روانې دي چې ایا په‎دې کمه موده کې د بایومټریک سیسټم نه استفاده په انتخاباتو کې امکان لري او که نه؟ تر یو بریده زموږ څېړنې او مطالعه مخته تللي، ډېر ژر به دغه مسئله وروستۍ کړو او له خلکو سره به یې نتایج شریک شي.”

ښاغلي هاشمي دغه شان ډاډ ورکړ چې انتخابات به په خپل وخت ترسره شي ځکه په خبره‎یې د ۲۰ ولایتونو ۹۰ سلنه مواد کابل ته را رسیدلي دي او د انتخاباتو لپاره چمتوالی ښه پر مخ ځي.
دا څرګندونې په‎داسې حال کې کېږي چې سیاسي ګوندونو د نوم‎لېکنې د پروسې د لغوه کېدو، د انتخاباتو له ټولو پروسو د سیاسي ګوندونو د څارنې او دغه شان په انتخاباتو کې د بایو مټریک سیسټم نه د استفادې غوښتنې مطرح کړي دي.

د افغانستان لوی ملي ائتلاف په‎دې وروستیو ورځو کې د خپلو همدغو غوښتونو د نه عملي کېدو په غبرګون په ننګرهار، هرات ، کندز، کندهار او بلخ کې د انتخاباتو سیمه‎ییز دفترونه وتړل چې لا
د انتخاباتو سیمه‌ییز دفترونه به تر کومه تړلي وي؟
په ورته وخت کې ښاغلی هاشمي د ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو په اړه وايي چې دغه موضوع يې هم اړوندې کمېټې ته سپارلې او تر راتلونکو لسو ورځو پورې به د ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کېدو موضوع هم روښانه شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانو انتخاباو بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید که څه هم په انتخاباتو کې له بایومټریک سیسټم نه استفاده نیک ګام بولي، خو وايي، په دومره کمه موده کې له دغه سیسټم نه استفاده به پر انتخاباتو اغېز وکړي.
ښاغلی رشید وايي:

“د بایومټریک سیسټم نه استفاده ښه موضوع ده، خو د دغه سیسټم ازمایښت وخت ته اړتیا لري ځکه که له ازمایښت پرته له دغه سیسټم څخه استفاده کېږي؛ نو د دې وېره شته چې دغه پروسه له جدي تخنیکې ستونزو سره مخ شي چې بیا به هغه مهال انتخابات له کړکېچ سره مخ شي.”

د ښاغلي رشید په خبره د وخت کمښت، په اړونده بنسټونو کې د ظرفیت کموالی، د بایومټریک سیسټم د ازمایښتي مرحلې لپاره د منظمې کړن‎لارې نه موجدیت، د دغه لړۍ په اړه د خلکو کم عامه پوهاوی او د دغه پروسې د مخ ته وړولو لپاره د مسلکي کارکوونکو نه موجودیت به د انتخاباتو په پروسې خپل اغېز ولري.

راپور: محمد حدیث پردېس

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.