نېکلسن: د امریکا په ستراتېژۍ کې افغانستان او سیمې ته په نوي نظر کتل شوي

 

دآزادی راډیو

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن په یوه بیان کې د ولسمشر ټرمپ د ادارې د نوې ستراتېژي په اړه ویلي دي چې په دې کې افغانستان او سیمې ته په نوي نظر کتل شوي دي.

نېکلسن وایي چې زموږ افغان شریکان په دې پوهېږي چې زموږ ژمنې پیاوړې او دوامداره دي.

جنرال نېکلسن زیاته کړه چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو حضور به له شرایطو سره سم وي او د اجباري مهالوېش له مخې به نه‎وي ترتیب شوی.
د امریکا ولسمشر د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د خپلې ستراتېژۍ د اعلان پر مهال وویل:

“هغه امنیتي ګواښونه چې موږ په افغانستان او ورهاخوا سیمه کې ورسره مخامخ یو، ستر دي. نن هلته شل بهرنۍ ترورېستي ډلې دي چې په افغانستان او پاکستان کې فعاله دي. دا په نړۍ کې تر بلې هرې سیمې او هر ځای ډېر تمرکز دی. بل لور ته پاکستان اکثر وخت د تشدد، ګډوډیو او ترور کوربه شوی. دا ګواښ له دې امله ډېر خطرناکه دی چې پاکستان او هند دوه اټمي دولتونه سخت روابط لري چې کېدای شي دغه ستونزه په شخړې واوړي.”

د امریکا ولسمشر زیاته کړه چې تر هغو به‌یې ځواکونه به افغانستان کې پاتې شي چې د ترهګرو د ګواښونو مخه په دغه هېواد کې ونیول شي.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نېکلسن وایي، له نوې ستراتېژۍ دا څرګندېږي چې طالبان له پوځي اړخه نه‎شي بریالی کېدای او اوس هغه وخت رارسېدلی دی چې جګړې په افغانستان کې راکمې شي او روغې جوړې ته لار هواره شي.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان وایي چې سوله‎ییز او باثباته افغانستان د بهرنیو ځواکونو هدف دی او د افغانانانو بریالیتوب.

بل لور ته طالبانو د افغانستان لپاره د واشنګټن د نوې ستراتېژي تر اعلان وروسته خبرداری وکړ چې جګړه به دوام وکړي.

طالبانو په یوه بیان کې چې نن‌یې خپور کړ خبرداری ورکړ، که چېرته ټول امریکایي پوځیان له افغانستانه ونه‌وځي دغه هېواد به د امریکایانو په هدیرې بدل شي.

د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د نوې ستراتېژۍ په اړه تر اوسه د پاکستان حکومت عکس‌العمل نه‎دی څرګند کړی، خو اسوشیټېډ پرس اژانس د پاکستاني څیړونکو په وینا خبر ورکړی دی چې د پاکستان په وړاندې د ولسمشر ټرمپ سخت دریځ به په سیمه کې د روسیې، چین او ایران نفوذ زیات کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره شپه د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د واشنګټن د ستراتېژي د اعلان پر مهال پاکستان تورن کړ چې ترهګرو ته پناه ورکوي.

ټرمپ وايي:

“موږ پاکستان ته په میلیاردونو میلیاردونو ډالر ورکړي په ورته وخت کې دوی هغو ترورېستانو ته پناه ورکړې چې موږ جګړه ورسره کوو. دا دریځ باید بدل شي او دا به دستي تغییر وکړي.”

د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو په ارتباط اسوشیټېډ پرس اژانس په اسلام‌اباد کې د امنیتي تحقیقاتو د مرکز د مشر امتیاز ګل خبرې راخیستې دي چې وایي، له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې چې د افغانستان په اړه امریکا څه دریځ لري هغه لاهم روان دی.

بل لور ته لندن چې له اسلام‌اباد سره نېږدې اړیکې لري د امریکا د ولسمشر د نوې ستراتېژۍ هرکلی کړی دی.

د بریتانیا دفاع وزیر مایکل فالن په یوه بیان کې وویل، د امریکا د ژمنو ډېر هرکلی کوو
روېټرز اژانس د بریتانیا د دفاع وزیر خبرې راخیستې دي چې وایي، ما د امریکا د متحده ایالاتو له دفاع وزیر جېمز مټېس سره پرون خبرې وکړې او موافقه مو وکړه چې د ستونزو سربېره باید په افغانستان کې پاتې شو تر څو د افغانستان له ماتېدونکې ډموکراسۍ سره مرسته وکړو او هغه ګواښ راکم کړو چې ترورېستانو له دې هېواده غرب ته متوجې کړی دی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.