نیکي هیلي: له طالبانو سره تر بل هر وخت د سولې پروسې ته نېږدې شوي یو

 

صدای المان

یوه لوړ پوړې امریکایي ډیپلوماټه وایي، دوی په دې هدف په افغانستان کې د سولې پروسې لپاره کار کوي چې افغانستان هېڅ کله بیا د ترورېزم لپاره امن ځای ونه اوسي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالاتو سفیره وایي، د افغانستان لپاره د امریکا نوې ستراتیژي د دې سبب شوه چې افغانستان له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرو ته نېږدې شي.

نیکي هیلي په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې خبریالانو ته وویل:

نېکي هېلي: طالبانو سره خبرو ته نيزدي شوي يو

“د افغانستان لپاره د امریکا د متحد ایالتونو پالیسي کار ورکوي، موږ په ډراماټیک ډول هلته تغییرات وینو او ګورو چې د امریکا تګلاره څه کوي، موږ تر بل هر وخت له طالبانو سره خبرو او د سولې پروسې ته ورنېږدې شوي یوو.”

دغه امریکایي ډیپلوماټه زیاتوي چې افغان حکومت هم کابل ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ورغلي پلاوي ته ویلي چې دوی د سولې خبرو ته د طالبانو لېوالتیا ویني.

نیکي هیلي ویلي په دې برخه کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا نوي ستراتیژۍ کار ورکړی دی او زیاتوي چې امریکا په ریښتوني ډول په دې هدف د سولې پروسې لپاره کار کوي چې افغانستان هېڅ کله بیا د تروریستانو لپاره امن ځای ونه اوسي.

دا وایي، افغان چارواکو ترې غوښتي چې نړواله ټولنه دې د سولې پروسې او هم په افغانستان کې د پوځي لاسته راوړنو ملاتړ وکړي او پر پاکستان دې فشارونه لاډېر کړي چې نور په خپله خاوره کې وسله والو ته پناه ورنه کړي او د افغانستان په اړه خپل چلند بدل کړي.

د نیکي هیلي څرګندونې داسې مهال کېږي چې د راپورونو له مخې د وسله والو طالبانو په استازیتوب یو پلاوی روانه اوونۍ د پاکستان پلازمینې اسلام اباد ته تللی وو څو له پاکستاني چارواکو سره د سولې خبرو د بیا پیلېدو په اړه وغږېږي.

له پاکستانه خپرېدونکي اسلامي اژانس په یوه راپور کې ویلي چې دغه پلاوي په قطر کې د طالبانو غیر رسمي دفتر ته دا پیغام له ځانه سره یووړ چې له افغان حکومت سره دي خبرې وکړي.

بلخوا افغان حکومت دا د پاکستان یوه لوبه بولي چې د دوی په وینا په دې ډول غواړي نړیوالو ته وښیي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې کار کوي.

د افغانستان د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل په دې اړه آزادي راډیو ته وویل:
“طالبان تل پاکستان ته تګ راتګ کوي، هلته یې رهبري ده، د کوټي او پېښور شورا ګانې هلته دي، نو که چېري له طالبانو سره خبرې هم کېږي او دا د یوه هدف لپاره کېږي، د طالبانو مشران هلته دي، که موږ دې ته وګورو نو د پاکستان پر هېڅ راتلونکي اقدام هم باور نشي کېدای.”

افغان ولسمشر هم د اسلام آباد په مري کې د طالبانو د پلاوي او پاکستاني چارواکو ترمنځ خبرو ته په اشارې ویلي چې طالبان دي په مستقیم ډول له افغان چارواکو سره خبرې وکړي نه د پاکستان له لارې.

محمد اشرف غني د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د سولې یوې مشورتي غونډې ته په وینا کې وویل:
“زه پر طالبانو باندې غږ کوم چې راشي بین‌الافغاني مذاکرات وکړو، که افغان‌یې اختیار مو ګاونډي هېواد ته مه‌ورکوئ، که اختیار دوی ته ورکوئ ایا دوی غواړي چې په دې هېواد کې سوله راشي؟ غواړم ووایم د لستوڼي مار هغه څوک چیچي چې مار یې په لستوڼي کې وي او له ترورېزم څخه ملاتړ د لستوڼي د مار په څېر دی.”

ځینو لوېدیځو آژانسونو ویلي د تېرې اوونۍ په پای کې په ترکیه کې هم د هغو کسانو چې د طالبانو استازي بلل شوي او د افغان ولسمشر له استازو سره یې لیدلي دي، خو دواړو لورو دا راپورونه رسماً رد کړل.

د رویټرز خبري آژانس راپور زیاتوي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله آخند زاده چې تر ډېره ګمان کېږي په پاکستان کې اوسېږي، هم په ترکیې او هم په اسلام آباد کې د دغو خبرو سپارښتنه کړې وه.

لوېدیځو آژانسونو راپور ورکړی چې د حقاني شبکې تېره اوونۍ څوارلس تنه افغان سرتېري چې په پکتیا ولایت کې یې نیولې وو، تر خبرو دمخه د ښه نیت ښودلو په هدف خوشي کړي دي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.