نیکلسن: د طالبانو مالي سرچینې ختموو

 

دامریکا غږ

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان وايي چې په هلمند کې د طالبانو د مخدره موادو د تولید په کارخانو بریدونه د نویو او پراخو نظامي عملیاتو پیل دی.

جنرال جان نیکولسن وايي له افغان ځواکونو سره په ګډه دا عملیات د طالبانو په ضد او په خاص ډول د هغوې د مالي سرچینو د ختمولو لپاره پیل شوي دي. نوموړي وویل په دغو عملیاتو کې په لومړي ځل له B-52 الوتکو څخه هم کار واخیستل شو او د مخدره موادو ټول اته مرکزونه یې ویجاړ کړل. هغه وایي افغان ځواکونو هم د طالبانو د نشه یې توکو څلور فابریکې ویجاړې کړې.

جنرال نیکلسن وویل چې په افغانستان کې د مخدره موادو د تولید کارخانې د ۴۰۰ او ۵۰۰ ترمنځ دي خو ژمنه یې وکړه چې په اینده کې به دا مرکزونه هم ختموي. هغه وویل عملیات دقیق وو او هڅه وشوه چې ملکیانو ته زیان ونه اوړي.

دغه امریکايي جنرال وویل په کومو سیمو چې بمباري شوې، له ډېر مخکې تر څار لاندې وې او په اړه یې استخباراتي معلومات راټول شوي وو.هغه وویل په یوې کارخانې کې د بمبارۍ پر مهال ۵۰ بیلره مخدره مواد موجود وو.

د دغوعملیاتو ویډیو دلته وګورئ

ناټو د طالبانو د مخدره موادو کارخانې ویجاړې کړې

دا اول ځل دی چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې د طالبانو په مالي منابعو ګوزارونه کوي. دا په اصل کې د ولسمشر ټرمپ د تګلارې یوه برخه ده چې امریکايي جنرالانو ته یې د عملیاتو لپاره ډېر واک او اختیار ورکړی دی.

په ۲۰۱۴ کال کې په افغانستان کې د ناټو جنګي ماموریت ختم شو، خو اوس داسې ښکاري چې دوې یوازې دا نه چې طالبان او نور اورپکي په نښه کوي، بلکې د هغوې د مالي سرچینو د ختمولو عملیات یې هم پیل کړل.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.