نړیوال بانک وايي، د افغانستان اقتصاد سږ کال وده کړې

 

 

تاند- نړیوال بانک د افغانستان اقتصادي ودې ته خوشبیني ښکاره کړه، اټکل یې وکړ چې سږ کال به د افغانستان اقتصاد ۲ اعشاریه ۶ سلنه وده وکړي.

نړیوال بانک نن /سې شنبه/ وویل چې د افغانستان اقتصاد د ناامنۍ له زیاتېدو سره سره د تېر کال په پرتله ښه دی.

تېر کال د افغانستان اقتصادي وده ۲ اعشاریه ۲ سلنه وه خو که دې ته پام وشي چې د افغانستان د نفوسو وده ۳ سلنه ده، د دې معنا دا ده چې په دغه هیواد کې سړي سر عواید مخ په کمېدو دي.

د نړیوال بانک د افغانستان د څانګې رييس شوبهم چودري وویل«په راتلونکو درو تر څلورو کلونو پوري د یو لړ اقداماتو په نتیجه کې د افغانستان اقتصادي وده له ۴ تر ۵ فیصدو ته لوړېدای شي.»

چودري په کابل کې د نړیوال بانک په دفتر کې د افغانستان د اقتصادي ودې په اړه د راپور وړاندې کولو په مهال وویل، کرنه، کانونه او دغه راز ځوانان او د سیمې د هیوادونو ترمنځ د پُل په توګه د افغانستان جغرافیايي موقعیت د دې هیواد تر ټولو سترې شتمنۍ دي.

رویټرز خبري اژانس وايي چې د اقتصادي ودې په اړه د نړیوال بانک دا راپور د ولسمشر اشرف غني د حکومت لپاره ښه خبر کېدای شي چې له ګڼو ستونزو سره سره یې بیا هم مخ په وړاندې حرکت کړی دی

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.