نړیوال افغانستان کې اداري فساد پر وړاندې پرمبارزې نیوکه لري

 

تاند ( پنج شنبه، د سرطان ۱۹) د ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې په ګډون یو شمېر هېوادونو په افغانستان کې له اداري فساد سره پر پڅې مبارزې نیوکه کړې ده.

د فساد ضد سفیرانو ګروپ، چې ملګري ملتونه، اروپایي ټولنه، ناټو، نړیوال بانک، متحده ایالات، انګلستان، کاناډا، اسټرالیا، جاپان، نیویارک، ایټالیا، جرمني او ناروې پکې شامل دي د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره دا نیوکه کړې ده.

دوی په اعلامیه کې افغانستان کې پر اداري فساد اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي،چې دوی په دغه هېواد کې له اداري فساد سره د روانې پڅې مبارزې په اړه سخت اندېښمن دي.

د نړیوالو ترڅنګ دلته میشت عام افغانان هم ډيری وخت په حکومت کې د اداري فساد په اړه چیغې وهي.

دوی پر حکومت نیوکه لري او وایي سره له دې، چې کلونه کیږي حکومت اداري فساد پر وړاندې د کلکې مبارزې خبرې کوي خو لا هم اداري فساد په خپل اوج کې دی.

د وروستیو راپورنو له مخې ډير فساد د هېواد په ګمرکاتو کې ترسره شوی او ګمرکاتو ډیری عواید شخصي جیبونو ته تللي دي.

د هرات والي سید وحید قتالي وایي هم تیره اونۍ ویلي وو، چې د دغه ولایت د ګمرک ۹۰ سلنه عواید شخصي جېبونو ته ځي.

نوموړي زیاته کړې وه، چې د اسلام کلا بندر لسګونه میلیونه افغانۍ په کابل، هرات او په دغه ګمرک کې دننه د مافیایي کړیو جېبونو ته ځي او له هرې محمولې څخه د درې میلیونه افغانیو له ډلې یوازې پنځوس زره یې افغان دولت ته تحویلېږي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.