نوی کال لمانځل د طبیعیت غوښتنه ده/ اورنګ مختار March 21,

 

 

نوی کال له ځان سره د طبیعیت نوې وږمې راوړي او غوښتنه يې هم د نویو پرمختګونو وي، څنګه چې د کال په نوي کیدو سره بزګر د خپلې کروندې لپاره د کښت نوي پلانونه جوړوي، بڼوال د نویو نیالګیو کینولوپه موخه نوې تابیا نیسي، ښوونکي د نوي کال نوي تدریسي پلانونه ، اداري مامورین د نویو کارونو- نوي کاري پلانونه او چارواکي نوي پرمختیایي پلانونه جوړوي، زده کوونکي په نويو ټولګیو کې د نوي درس لپاره کېني… موږ هم باید د کال او طبیعیت د نوښت څخه انکار ونکړو او دا ومنو چې د نوي کال غوښتنه نوښت، کار او پرمختګ دی، موږ باید د دې نوښتونو په خاطر پر یوبل د یهود، مجوس او کوم بل چا ټاپه ونه وهو، ځکه د دې هېواد فرد فرد مسلمان دی او دا ټاپه وهنه ممکن زموږ د تنګ نظر له امله وي، زما هېوادوال د دې کال لمانځنه په دې خاطر نکوي چې دا ورځ د اختر ورځ وبولي،په اختر کې مسلمانان د اسلامي لارښوونو مطابق د اختر لمونځ کوي اوپه دې عقیده دي چې مسلمانان ۲ اخترونه لري، خو د اخترونو خوشحالۍ له دې ورځې سره جوت توپير لري، په اختر کې عقیدوي لمانځنه او عبادت کیږي چې د روحي سکون لامل ګرځي، خو د نوي کال هرکلی سربیره پر دې چې د زړه او طبیعت غوښتنه ده، د جسم اوعقل غوښتنه هم ده چې انسان يې د نوښت او بدلون په پار ترسره کوي، عقیدتي لمانځنې او په ورځنیو چارو کې نوښت راوستل که څه هم سره بېل دي خو سره متضاد ندي،ځکه دا دواړه د انسان د نیکمرغۍ سبب کیږي، اسلام هیڅکله هم د انسان د نیکمرغۍ او پرمختګ مخالفت نکوي، بلکې کارنده او مبتکر انسان له ټمبل او ضعیف انسان غوره بولي، زموږ زیات شمېر هېوادوال یوازې په دې خاطر دغې ورځې ته هرکلی وایي چې دا ورځ په طبعي او تقویمي لحاظ له ځانه سره نوي پیغامونه او نوې غوښتنې لري او انسان د هرې ورځې په تېریدو په نویو پرمختګونو بری مومي چې د ده د هلو ځلو، پرمختګ اونوښت پایله ده، څنګه چې ننی انسان د هغو انسانانو سره توپير لري چې۴۰۰۰ کاله وړاندې په مغارو کې په تورو تیارو کې اوسیدل همداسې د نن ورځې غوښتنه ده چې د سبا ورځې لپاره یو څه وکړو، پرون که زما ماشوم ښوونځي ته په تللو ګنهګار بلل کیدو نن زما لویان د دې لپاره ګنهګار بلل کیږي چې ولې د نوروز نوم اخلي، ای زما وروڼو د اسلام دایره دومره مه تنګوئ، نن په روسیه کې دا ورځ څوک نه لمانځي اونه يې په امریکا، انګلستان،جرمني او فرانسه کې څوک لمانځي، نه پوهیږم تاسو دا ورځ ولې د مجوسو او یهودو ورځ بولئ، زما مسلمان ورور ولې د مجوس او یهود سره تشبیه کوي، د دې خاورې هر فرد مسلمان دی، هیڅ یهودي موږ ته ندي ویلي چې تاسو دا ورځ ولمانځۍ بلکې موږ یو چې په وړه خبره خلک تکفیرو او د یهود او مجوس نوم پرې ایږدو.
موږ که نن ستاسو د ټاپو وهلو او انتقاد له ویرې نوې جامې وا نه غوندو او دا ورځ په خوب یا خپګان تېره کړوځمکه به دخپل طبیعت او الهي قدرت له مخې سبا خپل ځان په یو شین او زرغون شال کې راونغاړي او پخپله سینه به د مرسل، غاټول، نرګس او ګلاب ګلونه وټومبي، د ځمکې پر سر هره ولاړه ونه به د ناوې په څېر ځان سینګار کړي او په سپینو او ګلابي ګلانو به ښکلې شي، طوطیان به هم راوالوځي او د سپینو او ګلابي ګلانو په منځ کې به د دې ورځې لمانځنه په مستو نغمو پیل کړي، چې د پسرلي نسیم به يې د حال په ژبه په خوا کې شپېلۍ غږوي، ابشارونه به خپلې پسرلینې سندرې ووايي او د هر غره په لمن کې به زیړ، سره او سپین ګلونه را وټوکیږي،ریحان او سنبل به یوبل ته خاندي او د خوشحالۍ په فضا کې به د نوي پسرلي لمانځنه کوي… ایا په هغوی به هم د کفر ټاپه ووهلای شئ که نه یوازې انسان دی چې د خپلې غوښتنې او احساس په پار محکومیږي، وژل کیږي او تکفیریږي.
پوه شئ چې د دې نړۍ هر نعمت د انسان لپاره پیدا شوی دی او انسان ته الله پاک پخپل قرآن کې اشرف المخلوق خطاب کړی دی ‎، همدا انسان دی چې د ځمکې حاکم او خلیفه يې ګرځولی محکومول يې د تنګ نظرو انسانانو شخصي نظر دی.

په پای کې دې پایلې ته رسیږو چې د نوي کال لمانځل د طبیعیت غوښتنه ده چې د نړۍ د پيدایښت څخه پيل او د قیامت تر ورځې پورې به دوام وموي ‎، موږ که د طبیعیت لانځل ګناه وبولو یا يې ونه بولو، موږ که نوی کال ولمانځو یا يې ونه لمانځو د نوې کال لمانځنه طبیعیت هم کوي، دا چې انسانان د کال په لمانځلو او نه لمانځلو د یوبل د نظر مخالفت کوي، طبیعت هیڅکله هم خپل کار نه پریږدي او د هرکال په راتللو سره په ځان کې تغیر راولي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.