نوی نسل، زدکړه، مینه او دوښمني

 

پوهندوی آصف بهاند

په افغانستان کې د ناڅاپي بدلونونو په لړ کې د روانې یو ویشتمې (۲۱) پېړي په پیل کې د نړۍ څو هېوادونو په گډه داسې بدلون رامنځ ته کړ چې طالبي رژیم یې ړنگ کړ او پر ځای یې داسې رژیم او خلک پر افغانستان حاکم کړل چې تر طالبانو لا ناروغ او د زرگونو نیمگړتیاوو لرونکي وو. د افغانستان په تعلیمي برخه کې هم د نویو راوستل شوو خلکو (تنظیمي جگړه ماران) د افکارو پر بنا بدلونونه راوستل شول او داسې نوی تعلیمي نظام او نوی تعلیمي نصاب یې باب کړ، چې تر ښېگڼو یې بد گڼې او دوښمنۍ ډېرې وې او د هغه په پایله کې نوی نسل له کور، کلي جومات، مدرسې نه نیولې تر ښوونځي او پوهنځي پورې په داسې روحیه وروزل شو چې د عقدو او دوښمنیو تله په کې ډېره درنه وه.

اصلي خبره په تعلیمي نظام او تعلیمي نصاب کې ده. که تعلیمي نظام د نوي عصر له غوښتنو او پوښتنو سره سم وي او په تعلیمي نصاب کې د نوي عصر د نويو علومو او پوهې تله درنه وي؛ نوی نسل به مو له ټولې نړۍ سره په ټولو برخو کې په سیالیو کې برابر وي؛ که نه حال به مو تل داسې وي لکه دا اوس چې دی.

جاپان تر موږ زیات د جگړې زور ولید، د اتم بم تر کچې یې اورونه وزغمل؛ خو د خپل تعلیمي نظام په نوي کولو او اصلاح سره وتوانېدل چې د نړۍ له ټولو پرمخ تللو هېوادونو سره په ټولو ډگرونو کې داسې سیالي وکړي چې په هره برخه کې ورنه څو گامه لا وړاندې هم ولاړ شي، د نړۍ په کچه د دویم اقتصاد خاوندان شي او په هره برخه کې له خپل هېواد نه د اعتبار یوه بېلگه جوړه کړي.

دغه راز جرمني د اوږدې خونړۍ جگړې په لړ کې لوټه ـ لوټه شو او هر څه یې له لاسه ورکړل، خو د تعلیمي نظام او تعلیمي نصاب په نوي کولو او د جگړې له نا خوالو نه په درس اخستلو او دوامداره کار او راتلونکې ته په امید سره یې د جگړې ټول ټپونه او د هېواد ټولې ورانۍ بېرته داسې ورغولې چې اوس د اروپا تر ټولو پرمختللې تکنالوژي لري او د اروپا تر ټولو ځواکمن اقتصاد او پرمختللی بډای فرهنگ لري.

موږ او زموږ هېواد له بده شامته چې د آسیا د جگړو د لارو پر عمومي واټ کې موقعیت لرو، د دې پر ځای چې له خپل موقعیت نه مثبته گټه اوچته کړو، د نا اهله، نا پوه او خرڅ شوو مشرانو د ناپوهۍ او د عامو خلکو د بېسوادۍ او نا پوهۍ په وجه، نه یوازې له ورانونکو جگړو نه پند نه اخلو، بلکې د جگړو په لړ کې خپل هېواد خپله ورانوو او نور هم په څټ حرکت کوو. موږ هغو فکرونو او اشخاصو سره ځان پیوندوو او ور پورې نښلو چې د نړۍ په هیڅ گوټ کې هغه فکر او هغه اشخاص اعتبار او چلش نه لري، خو موږ لا د سر او وطن د له لاسه ورکولو تر بریده ورباندې ولاړ یو.

علم او پوهې ته مو شا کړېده او په داسې شیانو پسې روان یو او ویاړ ورباندې کوو چې هغه هیڅ شتون نه لري، اخلاق مو تر دې کچې را ټیټ شوي چې یو د بل له ښکنځلو او سپکولو نه خوند اخلو، د تل له پاره یو بل ته د ذاتي دوښمن په سترگو گورو او…

دغو ټولو نیمگړتیاوو ته په کتو سره ویلای شم چې زموږ د وطن په رسمي او غیر رسمي تعلیمي نظام او تعلیمي نصاب کې یوه نه، دوې هم نه، درې هم نه، بلکې ډېرې او ډېرې نیمگړتیاوې او ستونزې شته دي چې څو نسلونه مو دومره ستونزو سره لاس گریوان وو او دي. د همدې ستونزو عملي پایله دا ده چې په تېرو او اوسنیو نسلونو کې قاتلانو، ورانونکو او انسان وژونکو ته قهرمانان وایو او ورباندې ویاړو. هیڅ کله مو د تولیدي کار فکر نه دی کړی، هيح کله مو د تولیدونکي، کارگر او بزگر درناوی نه دی کړی او…

دا ورانونکی کلتور پر ټولنه حاکم دی، د دې په مقابل کې یا هیڅ څوک غږ نه باسي او که غږ باسي هغه هم د گوتو په شمیر دي. کله داسې هم شوي چې زموږ د ټولنې باسواده زدکړي او د لوړې سویې خاوند په اصطلاح روڼ اندي هم د قاتلینو د ستایلو دایرې ته ورگډېـږي او د شخصي او قومي برترۍ په پار له قاتلینو قهرمانان جوړوي او ان د پيغمبر تر کچې یې لوړوي. دا په اوسني وخت کې د یو با درده فرهنگي، ډاکتر صاحب محب زغم څو جملې دي چې د «فرهنگ اصطلاحات سیاسی» تر سرلیک لاندې یې لیکلې دي. دی هلته د روڼ اندي یا روشنفکر پېژند یا تعریف داسې وړاندې کوي:

«روشنفکر: تهمتی است که برخی ها به خود میبندند و ویژه گی های آن در اقوام مختلف متفاوت میباشد، به این گونه:

روشنفکر پشتون:

استاد پوهنتون، ملبس با نکتایی و دریشی که از حکومت افغانستان معاش میگیرد و همین حکومت را دست نشاندۀ کفار می پندارد. به نظر این افراد باید جهاد کرد و قوای اشغالگر را از کشور بیرون راند. این روشنفکر با آن که ریش میتراشد اما ریش ملا عمر را مقدس میداند.

روشنفکر تاجک:

شاعر، نویسنده، استاد… که القاب و صفات اش در موتر دمترک شاروالی نه میگنجد ولی قهرمانش حبیب الله کلکانی و مسعود بزرگ است. در این میان خلقی ها و پرچمی هایی هم حضور دارند که بعد از سقوط حکومت شان 180 درجه دور خوردند و مسعودی را که یک عمر اشرار کثیف و بی فرهنگ خوانده بودند، دفعتاً غسل تعمید داده و به مقام ملکوتی رساندند.

روشنفکر هزاره:

مکتب خواندگی که تکلم به لهجۀ هزارگی را عار میداند و به لهجۀ ایرانی بهتر از روحانی و احمدی نژاد صحبت میکند، دم از ارزش های دموکراتیک میزند اما الگویش جنایتکاران جنگی مانند مزاری، محقق، خلیلی، شجاعی، شمشیر و شفیع دیوانه است.

روشنفکر اوزبیک:

کسی که اگر دکتورا هم داشته باشد ترجیح میدهد تا از جنرال دوستم که تا صنف 4 مکتب خواندگیست، فرمان ببرد، ایشچی و مراد بای را مقصر بداند که چرا قهر قهرمان شان را برانگیخته و سبب شده اند که قهرمان معصوم شان بالای حریم خصوصی شان تجاوز کند و سبب آزار و اذیت و شکنجۀ شان گردد.»

تر څو چې موږ په خپل تعلیمي نظام او تعلیمي نصاب کې ژور بدلون رانولو، د دوښمنۍ درسونه ورنه ونه توږو او نوی نسل په نوې او مدرنه بڼه ونه روزو، تل به مو همدا حال وي چې هر نسل به مو په خپلو کې سره دښمن او یو د بل ککرې به ماتوي.

زموږ د رسمي او غیر رسمي تعلیمي نصاب ډېره سلنه، نوي نسل ته د جگړو او دوښمنیو ورزده کول دي. د تاریخ مضمون ډېره برخه د وطني او مذهبې جنگیالیو د جگړو کیسې دي، په دیني مضامینو کې ډېر بحث د حلال و حرام او روا و ناروا فتوا گانو برخه ده چې مینه او محبت په کې تر ټولو لوی جرم گڼل کېږي.

د تاریخ تدریس موږ په ناسمه توگه پرمخ بیایو. تاریخ به څومره پر موږ پورې خاندي. د نوي نسل د روزلو یو بل خواخوږی وایي چې څنگه موږ له پخوانیو او تېر تاریخ نه زدکړه وکړو:

«ځوانانو ته باید ورزده کړل شي چې:

تاریخي ورځې که تورې وګڼئ یا سپینې، تاریخ ته بېتفاوته ده.

تاریخ احساسيـږي نه، تجربه کيږي.

تاریخ له تاسو څخه نه غندنې غواړي نه لمانځنې، بلکې غواړي زده کړه ورڅخه وکړئ.

تاریخ نارې وهي:

له پخوانیو يې زده کړﺉ او خپل هېواد د پردیو لپاره مه ورانوﺉ، خپل هېوادوال مه وژنئ!

عجیبه دا ده، چې موږ پروني قاتلان غندو او ښکنځو، خو ننني غله او قاتلان پر اوږو ګرځوو.

تاریخ زموږ دغه ملي حماقت ته سربداله دی.»

له دې نه ښکاري چې زموږ تعلیمي نصاب د دوښمنۍ تدریس کوي، نو نوی نسل به خود انتحاري کېـږي او د جنت په تمه به ځان او یو شمیر نور خلک د گور تیارو ته بیايي. د دې دوښمنۍ زمینه موږ خپله په خپل کور، کلي، ښوونځي، پوهنځي او جوماتونو کې برابره کړېده.

دا په یاد ولرئ چې دوښمني ارثي نه ده چې د چا په خټه او ډي ان اې کې په طبعي ډول موجوده وي، دوښمني یوه ټولنیزه منفي پدیده ده چې د زدکړې له لارې تر لاسه کيـږي او زدکړه له مشرانو، ښونکو، ټولنې، میډیا او کتابونو نه کېـږي. کله چې زموږ د ټولنې پاسنی نسل، کتابونه، دیني او غیر دیني ښوونکي حتی د میډیا ډېره سلنه د دوښمنۍ په زهرو لړلي وي، د وژلو او دوښمنۍ تبلیغ کوي، نوي نسل ته به خود ورلېږدول کېـږي.

زموږ هنرونه په تېره ادبیات او په ټول کې زموږ تعلیمي نصاب باید نوي نسل ته د علومو او فنونود زدګړې تر څنگ، د وطن مینه ورزده کړي او په ځانگړي ډول د ادبیاتو او ښونکو دنده ده چې د نوي نسل د ذهن له کروندې څخه د جگړې فکر او د باروتو دود او بوی پاک کړي او پر ځای یې د مینې ، وطنپالنې او انسان دوستۍ زړي وکري.

موږ باید نوي نسل ته د دوښمنۍ او منفي تجربو پر ځای، د نوي زمان د غوښتنو پر اساس داسې څه ورزده کړو چې د نوي ژوند له نویو ستونزو سره د مقابلې لارې چارې ورته روښانه کړي او د تېرو مثبتو تجربو روښانه ډیوې په لاس کې ورکړو، نه د کرکې او جگړې بیرغ.

یو ځل مې د پیاوړي او ښه غږ لرونکي سندر غاړي او ټولنیز شخصیت فرهاد دریا په یادداشتونو کې دا جمله تر سترگو شوه چې دلته ډېره ښه کارېدلای شي:

«صادقانه اقرار میکنم: ترجیح میدهم جوانان به‌ جای سنگ و تفنگ، رباب و کتاب بردارند.»

که یـو کلن ثمرغواړئ، غنم وکرئ!

که مو لس کلن ثمر په کار وي، ونه کېنوئ!

که د سل کلن ثمر هیله لرئ، نوی نسل وروزئ!

(کنفوسیوس)

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.