نورستانۍ: تر څو د پاتې ۷ ولایتونو رایې ونه شمېرو، پایلې نه شو اعلانولی

 

تاند، پنجشنبه، د قوس ۱۴مه: د ټاکنو کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ وايي، کمېسیون د پاتې ۷ ولایتونو د رایو له بیا شمېرنې پرته لومړنۍ پایلې نه شي اعلانولی.

میرمن نورستانۍ نن پر ښځو د تاوتریخوالي د مخنیوي د ورځې په مناسبت غونډه کې ویلي، د میزان د ۶مې نېټې په ټاکنو ۳۲،۴ سلنه ښځو ګډون کړی و.

اغلې نورستانۍ وايي، دا مهال په ۲۷ ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه بشپړه شوې خو په ۷ ولایتونو کې یې ځینو ټاکنیزو ډلو مخه نیولې او کمېسیون نه شي کولی چې لومړنۍ پایلې اعلان کړي: (( د ۲۷ ولایتونو پایلې وروستۍ شوي او اعلان ته چمتو دي.))

نوموړې یو وار بیا د ولسمشرۍ په نوماندانو او سیاسي کړیو غږ وکړ چې د ۷ ولایتونو د رایو په بیا شمېرنه کې دې ورسره مرسته وکړي، تر څو د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان ته زمینه برابره شي: (( ما هر نوماند او لوري ته بیا بیا ویلي او اوس هم وایم چې یواز بایومتریک رایې موږ ته د اعتبار وړ دي.))

دا په داسې حال کې ده چې د ثبات او همپالنې ټیم، د امنیت او عدالت ټیم او د سولې او اسلامي عدالت ټیم تېره ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې ټینګار کړی چې د دوی په وینا په ټاکنو کې د شوې درغلۍ پر ضد به ولاړ پاتې شي او اجازه به ور نه کړي چې څوک د درغلۍ په مرسته واک ته ورسېږي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.