ننګرهار والي د هېواد د وتلي سیاستوال، شاعر او لیکوال ارواښاد محمد یوسف خدمتګار د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ.

دننګرهار مطبوعاتی دفتر

ننګرهار والي د هېواد د وتلي سیاستوال، شاعر او لیکوال ارواښاد محمد یوسف خدمتګار د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ.

ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د غويي په ۲۸مه د جلال اباد ښار په عیدګاه جومات کې د هېواد د پخواني غښتلي جنرال،سیاستوال،شاعر او لیکوال ارواښاد محمد یوسف خدمتګار د جنازې په مراسمو کې د ګډون پر مهال ارواښاد ته د فردوس جنت او کورنۍ غړو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړل .

ښاغلي میاخیل د ارواښاد خدمتګار په مړینه خواشیني وښوده او په امنیتي او ملکي،فرهنګي او کلتوري برخو کې د نوموړي د ترسره شوو خدمتونو څخه قدرداني وکړه او مړینه یې په یادو برخو کې د هېواد لپاره لویه ضایه وبلله .

هغه د خبرو پر مهال ارواښاد محمد یوسف خدمتګار په مړینه ژوره خواشیني وښوده،نوموړي ته یې د رب ج له درباره د فردوس جنت،کورنۍ غړو او ټولو خواخوږو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړل .

د یادونې وړده،چې ارواښاد محمد یوسف خدمتګار د کونړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی وو،چې د ورپېښې ناروغۍ له امله څو ورځې وړاندې په ناروې هېواد کې خپل روح حق ته وسپاره او نن یې د جنازې تر لمانځه ادا کولو وروسته یې جسد په مقام خان هدیره کې خاورو ته وسپاره .

روح دې ښادي .

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.