نظرپوښتنه: له فساد سره مبارزه کې له اوسني حکومته خلک ناخوښه دي

 

 
کابل (پژواک، ١٨ مرغومى ٩٥): د يوې تازه ترسره شوې نظرپوښتنې پايلې ښيي، چې د اداري فساد پر وړاندې د عملي مبارزې په برخه کې ٣٢ سلنه خلک د عدلي او قضايي مرکز په رامنځته کولو سره د اوسني حکومت چلند بدتر ه او ٢٩ سلنه ښه ارزوي.

د افغانستان د ازادۍ کور (خانه ازادي افغانستان) چې يو غيردولتي بنسټ دى او ياده نظرپوښتنه يې ترسره کړې، نن اعلان وکړ چې له دې جملې يې بيا ٣٥ سلنه خلکو ويلي چې له فساد سره د عملي مبارزې په برخه کې د اوسني او پخواني حکومت په چلند کې دومره توپير نشته او له درې سلنو يې زيات په دې اړه څه نه دي ويلي.

د ياد بنسټ په وينا، له يادې نظرپوښتنې يې موخه د ملي يووالي له حکومت څخه د خلکو د رضايت کچې معلومول دي، چې دغه نظرپوښتنه په کابل، بلخ، هرات، کندهار، ننګرهار او باميانو کې له ٣٠١١ کسانو سره د مرکې په پايله کې چمتو شوې او له دې جملې يې ٥٩ سلنه نارينه او پاتې ٤١ سلنه ښځينه تشکيلوي.

د افغانستان د ازادۍ کور ستر محقق سيد روح الله رضواني نن په دغه خبري ناسته کې وويل، چې د يادې نظرپوښتنې ٦٩ سلنه ځواب ويونکي له ١٨ تر ٣٠ کلونو پورې عمرونه لري او پاتې نوره سلنه يې له ٣٠ تر پنځوس کلونو پورې عمرونه لري، چې ډېرى يې ليسانس لرونکي کسان دي.

نوموړي وويل، په دغه نظرپوښتنه کې د اوسني حکومت بهرنى سياست، سوله او جګړه، اقتصادي پراختيا او دغه راز چلند او کړه وړه له پخواني حکومت سره مقايسه او پرتله شوي دي.

د دغې نظرپوښتنې پايلې ښيي، چې د نظرپوښتونکو له جملې يې ٤٢ سلنو د اوسني حکومت د بهرني سياست په اړه ښه او ٢٧ سلنو يې ناخوښه نظر ورکړى، خو ٢٨ سلنه يې په دې باور دي، چې د اوسني حکومت بهرنى سياست له پخواني حکومت سره ډېر توپير نه لري.

د افغانستان د ازادۍ کور په دغه نظرپوښتنه کې موندلې چې د نظرپوښتونکو له جملې يې ٣٦ سلنه مرکه کوونکي د ځوان او تحصيل کړي قشر په جذبولو کې د اوسني حکومت له عمل او چلند خوښ او ٣٣ سلنه ناخوښه دي او شا وخوا ٢٨ سلنو ويلي چې په دغه موضوع کې دومره توپير نه تر سترګو کېږي او پاتې نورو يې بيا په دې اړه ځواب نه دى وړاندې کړى.

په نظرپوښتنه کې د سولې او جګړې په اړه ٧٧ سلنه مرکه کوونکو ويلي، چې د وسله والو طالبانو پر وړاندې د امنيتي ځواکونو د برياليتوب کچه ډېره اغېزناکه وه او ١٧ سلنه مرکه کوونکي بيا له دې لړۍ ناخوښ دي او پاتې نورو يې په دې اړوند ځواب نه دى وړاندې کړى.

د نظرپوښتنې پر بنسټ، ٤٣ سلنه مرکه کوونکو له حزب اسلامي سره د سولې هوکړه ليک د لاسليک په اړه د حکومت چلند اغېزناکه بللى او پاتې ٤٥ سلنه نورو يې بيا دغه کار بې اغېزې او بې ګټې بللى دى، چې يو شمېر نورو يې بيا په دې اړه نظر نه دى څرګند کړى.

د اقتصادي پراختيا په برخه کې شا وخوا ٨٦ سلنه مرکه کوونکو د نوو ترانزېټي لورو د هوکړه ليکونو لاسليک مهم او اغېزناک بللي، شا وخوا ٨ سلنه خلکو يې کم او بې اغېزه بللي او ورته مهال د خصوصي پانګونوالۍ برخه ٨١ سلنه مرکه کوونکو مثبته او شا وخوا ١١ سلنه کم اغېزه بللې او دغه راز درى سلنه مرکه کوونکو دغه کار بې اغېزې بللى دى.

د دغې نظرپوښتنې د بشپړو جزيياتو لپاره دا ځاى کېکاږئ

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.