نظام الدین قیصاري او ۳نور سیمه ییز قوماندان لوی څارنوالۍ ته معرفي شوي

 

 

دآزادی راډیو

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، نظام الدین قیصاري او دری نور سیمه ییز قوماندانان تر نیول کېدو وروسته لوی څارنوالۍ ته معرفي شوی دي.

د فاریاب د قیصار ولسوالۍ سرپرست امنیه قوماندان او د پاڅون کونکو په برخه کې د هېواد د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم استازی نظام الدین قیصاري د ملي اردو لخوا تر نیول کېدو وروسته د یو لیک په واسطه لوی څارنوالۍ ته ورپېژندل شوی دی.

د دفاع وزارت د ویاندوی دفتر سرپرست محمد رادمنش د پنجشنبې په ورځ«۱۳۹۷کال چناګښ۱۴» ازادي راډيو ته وویل چې د قیصاري تر څنګ درې نور قوماندانان، له ارزګان نه رحیم الله، له فراه نه داوود مبارز او له بدخشان نه نادرشاه هم تر نیول کېدو وروسته لوی څارنوالۍ ته معرفي شوی دي.

نوموړي زیاته کړه:
“قیصاري به هم د هغه څه په اړه چې په اړه يې پوښتنې دي د عدلي او قضايي ارګانونو لخوا وپوښتل شي، د فاریاب نظامي شورا يې په اړه پرېکړه وکړه او د یوه لیک په واسطه عدلي او قضايي ارګانونو ته راوړل شو.​”

خو د لوی څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

د جنبش ملي ګوند ویاند بشیر احمد ته ینج بیا د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د قیصاري نیول د حکومت لخوا یوه توطئه ده.

دی ادعا کوي چې حکومت له څو میاشتو راهیسې د وسله والو طالبانو پر وړاندې د روحیې د ماتولو په هڅه کې دی.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ځواکونو په دې وروستیو کې نظام الدین قیصاري په فاریاب کې نیولی او کابل ته يې لېږلی دی.

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي ازادي راډيو ته وویل چې قیصاري د خلکو د شکایتونو او له دولتي چارواکو سره د ناسم چلند له امله نیول شوی دي.

له دې سره د دفاع وزارت وايي، دوی په بدخشان ولایت کې یو بل زورواکی چې د خلکو په ځورونه او د کانونو په غیر قانوني سوداګرۍ کې يې لاس درلود هم نیولی دی.

په ارزګان کې یو بل قوماندان رحیم الله هم له نیول شویو کسانو نه دی چې د جمهور رئیس د ویاند د مرستیال شاه حسین مرتضوي په وینا دی د څو امنیتي پوستو په سقوطولو کې لاس لري.

دا چې دا دری قوماندانان په توقیف کې دي ونه توانېدو چې په راپور کې د دوی نظر هم ولرو.

هغه قوماندان چې په فراه کې نیول شوی داوود مبارز نومېږي چې په اړه يې د دفاع وزارت د ویاندوی دفتر سرپرست وايي، ده له تروریستانو سره اړیکې لرلې.

دا په داسې حال کې ده چې د قیصاري تر نیول کېدو وروسته تېره ورځ په فاریاب کې د ده پلویانو مظاهرې وکړې چې وروسته بیا په تاوتریخوالي واوښتې.

په مظاهرو کې د یو شمېر کسانو د وژل کېدو او ټپیي کېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

طرفداران نظام الدین قیصاری در جوزجان دست به تظاهرات زدند

دغو مظاهرو ځېنې دولتي چارواکي له دې ډلې لوی درستیز او د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رئیس اړ کړل چې هغه ولایت ته سفر وکړي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي خبریالانو ته په یو استولي پیغام کې ویلي چې د فاریاب یوشمېر استازي له دغه پلاوي سره هوکړې ته رسېدلي چې د امنیتي ګواښونو تر ختمېدو پورې به ډله ییزې اعتراضیه غونډې نه کوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بشري حقونو سازمان رئیس لعل ګل لعل د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې نظام الدین قیصاري او یوشمېر نور نیول شوي قوماندانان د بشري حقونو په نقض تورن دي:
“دوه کسان چې له ارزګان او فاریاب نه نیول شوي، له موږ سره یې دوسیې دي په ځانګړې ډول قیصاري په ډېریو برخو کې د بشري حقونو په نقض تورن دی او خلکو ورنه شکایتونه کړي.”

ښاغلی لعل له حکومته غواړي چې یوازې د څلورو قوماندانو په نیولو بسنه ونه کړي او نور زورواکي هم ونیسي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي نن ازادي راډیو ته وویل چې د نیونو دا لړۍ روانه ده او نور هغه زورواکي به هم ونیول شي کوم چې په غیر قانوني کړنو تورن دي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.