ناټو یو ځل بیا د طالبانو په مقابل کې د افغان ځواکونو ننګه وکړه

 

 

تاند، پنجشنبه، د سنبلې ۲۱مه: په افغانستان کې د طالبانو د ځپلو په اړه د امریکا له پرله پسې خبرداریو وروسته، ناټو هم د نړېوال تروریزم پر ضد د مبارزې لپاره د افغان ځواکونو پر پیاوړي کولو ټینګار کړی دی.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وایي افغانستان کې مو د حضور هدف یوازې د نظامي ځواکونو ملاتړ دی.
ښاغلي برګ په بروکسل کې د سپټمبر د۱۱ قُربانیانو په یاد غونډه کې وویل، ناټو او همکاران به یې افغان نظامیانو سره د روزنې او مشورې مرستو ته دوام ورکړي، ترڅو هغوی له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې لا پیاوړي شي:” افغانستان کې زموږ د ځواکونو حضور د سولې د زمینې برابرولو لپاره دی، خو د سولې لاره اوږده او سخته ده”

له ښاغلي برګ سره هم مهاله د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د سپټمبر۱۱ مراسمو کې یو ځل بیا طالبانو ته خبرداری ورکړ او زیاته یې کړه د طالبانو په وړاندې د امریکايي پوځیانو عملیات دومره شدید شوي چې مخکې یې ساری نه و لیدل شوی.

ناټو یو ځل بیا په داسې حال کې د افغان ځواکونو ننګه کوي چې تیره ورځ د افغانستان د کورنیو او دفاع وزارتونو هم په طالبانو د سختو بریدونو خبرداری ورکړ او ویې ویل چې طالبان به په راتلونکو ۲ میاشتو کې دومره وځپي چې د سر د پورته کیدو توان ونه لري.

د دوی په وینا چې د طالبانو د مرګ ژوبلې کره شمیر نه لري خو اټکل کوي چې په دغه ډله د درنو بریدونو مرګ ژوبله ۶۳ فیصده لوړه شوې ده.

په طالبانو له هغې وروسته د شدیدو بریدونو خبرداري ورکول کیږي چې له دغه ډلې سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خبرې تر نهم پړاوه ورسیدې خو طالبانو په افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو له امله ګڼو افغانانو او بهرنیانو ته مرګ ژوبله واړوله چې له امله یې د امریکا ولسمشر دغه خبرې له یوه مخه رد او لمنځه یوړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.