ناټو کې د امریکا سفیره: د افغان حکومت مرکچي پلاوی د بېلابېلو خلکو استازیتوب کوي

دآزادی راډیو

یوې لوړپوړې امریکایي چارواکې هیله ښودلې چې د افغانستان د حکومت له‌خوا د بین‌الافغاني خبرو لپاره ټاکل شوی پلاوی به وتوانېږي له طالب استازو سره د سولې پر یوې داسې موافقې کار وکړي چې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.

په ناټو سازمان کې د امریکا سفیرې کې بیلي هاتچیسن (Kay Bailey Hutchison) د چهارشنبې په ورځ «۲۰۲۰ کال د اپرېل ۰۱» په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې په درشل کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوی په پراخه توګه د افغانستان د بېلابېلو خلکو استازیتوب کوي.

مېرمن هاتچیسن زیاته کړه: “موږ بین‌الافغاني خبرو ته ډېر نږدې یو او هیله لرو چې دا ډله چې د حکومت له‌خوا ټاکل شوې، هغه ډله چې په پراخه توګه د افغانستان د بېلابېلو خلکو استازیتوب کوي، وبه‌توانېږي له طالب استازو سره کېني او د سولې یوه داسې موافقه وکړي چې د افغانستان د خلکو په ګټه وي، خو موږ د هغو د پایلو په اړه ډېر محتاط یو ځکه موږ د حکومت او نورو سیاسي مشرانو څخه غواړو چې سره یوځای شي او د دې هڅې لپاره یو موټی شي.”
مېرمن هاتچیسن همداراز پر طالبانو هم غږ کړی چې د تاوتریخوالي د کمېدو پر ژمنه ودرېږي.

یادې امریکایي چارواکې په وروستیو اوونیو کې د طالبانو له لوري پر افغان ځواکونو بریدونو ته په اشارې ویلي چې دا کار باید ودرول شي، څو د دې په خبره افغانان خپل یو داسې حکومت ولري چې د سولې په فضا کې خلکو ته خدمت وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد وروسته دا یوه بله لوړپوړې امریکایي چارواکې ده چې د افغان حکومت له‌خوا د سولې مرکچي پلاوی ټول‌شموله او د افغانستان د بېلابېلو اړخونو جوړ یې بولي.

د بین‌الافغاني خبرو پر پیل د ناټو عمومي منشي ټینګار

د دې ترڅنګ د ناټو سرمنشي ینس سټولټبرګ او دغه‌راز په افغانستان کې دننه د ولسمشر اشرف غني د اصلي سیاسي سیال عبدالله عبدالله په ګډون یو شمېر لوړپوړو سیاسي مشرانو او مطرحو اړخونو د حکومت د مرکچي پلاوي د جوړښت هرکلی کړی دی.

تازه په کابل کې د پاکستان سفارت هم پر ټویټر لیکلي چې له طالبانو سره د حکومت د مرکچي پلاوي هرکلی کوي او لیکلي یې دي چې پاکستان باور لري دا د حکومت له‌خوا یو مهم ګام دی چې په افغانستان کې سولې او روغې جوړې ته د لومړیتوب ورکولو ژمنه‌یې منعکسوي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د افغان حکومت له لوري د بین‌الافغاني خبرو لپاره ټاکل شوی پلاوی له امریکا سره د دې ډلې د هوکړې خلاف بللی او ویلي یې دي چې دا ټیم د ټولو اړخونو استازیتوب نه‌شي کولای.

طالبان وایي حکومت باید په دې لېست کې د نورو اړخونو ترڅنګ یو اړخ وي.

دې ډلې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ (د مارچ ۲۸) په یوه خبرپاڼه کې وویل، “موږ به یوازې له هغې مرکچي ډلې سره خبرو ته کېنو چې زموږ له موافقو سره سمه وي او د ټاکل شویو اصولو پر اساس وي.”

د طالبانو دا ډول څرګندونې داسې تعبیر شوې چې ګواکې دا ډله لا هم د سولې خبرو لپاره چمتو نه‌ده او په یو ډول غواړي د جګړو له لارې وکولای شي د افغانستان اداره په خپل واک کې واخلي.
په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې او ملګرو ملتونو پخواني سلاکار مایکل سمپل د ازادي راډیو ګندهارا وېب‌پاڼې سره په مرکه کې پرون ویلي، د طالبانو اعمال ښيي چې دوی د اسلامي امارت د جوړولو له هدفه تېر شوي نه‌دي.

دی همداراز وايي چې د یوه هر اړخیز او ټول‌شموله حکومت په اړه د طالب مشرانو له‌خوا ځیني وخت خوشبینانه بیانونه هېڅکله د دوی رښتیانۍ ستراتېژي نه‌ده.

د بحرانونو نړیوالې ډلې په خپل یوه تازه تحلیل کې ویلي چې طالبانو په افغانستان کې د څلورو لسیزو د جګړې د پای ته رسولو لپاره له خبرو اترو سره مقاومت ښودلی دی.

خو ښاغلی سمپل وايي، د خبرو له لارې به د افغانستان شخړه هغه وخت حل شي چې طالبان دا درک کړي چې د جګړې له لارې د افغانستان حکومت پرځولی نه‌شي.

ارګ هم د طالبانو د دې څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې طالبان د سولې خبرو پر وړاندې پلمې کوي.

د افغانستان حکومت د ۲۱ کسیز مرکچي پلاوي نومونه اعلان کړي چې مشري‌یې د ملي امنیت پخوانی مشر معصوم ستانکزی کوی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.