ناټو په افغانستان کې د سیمې ځینو هېوادونو له نفوذه اندېښنه وښوده

 

 

کابل (پژواک، ١١ لړم ٩٦): د ناټو سازمان په افغانستان کې د پاکستان، ايران او روسيې د نفوذ پر زياتوالي اندېښنه وښوده، خو بلخوا وايي چې دوى له افغان حکومته کلک ملاتړ کوي.

دغه څرګندونې په کابل کې د ناټو د روزنې د غوڅ ملاتړ ماموريت يوه پوځي چارواکي له افغان خبريالانو سره د يوې ناستې پر مهال وکړې.

سرچينې زياته کړې، پاکستان، ايران او روسيه غواړي چې په افغانستان کې زياد نفوذ ولري او په همدې موخه يې په دغه هېواد کې حرکات ډېر کړي دي.

د ناټو دغه چارواکي وويل، د ايران او روسيې له خوا وسله والو ته د وسلې ورکولو په اړه هم اندېښنه لري، خو تر اوسه يې تاييدولى نه شي.

ده ادعا وکړه چې تر راتلونکو دوو مياشتو پورې به د طالبانو ډله ييزې حملې کمې شي، خو د جنګ تاکتيک به يې تغيير وکړي او ځانمرګي بريدونه، د ماينونو چاودنې او د برجسته کسانو هدف ګرځول به يې زيات شي.

سرچينې وويل چې په روان کال کې د افغان امنيتي ځواکونو يرغليز بريدونه ډېر ښه وو، خو د طالبانو سږني عمليات ځکه بريالي نه وو چې هغوى د لويو ښارونو په نيولو کې پاتې راغلل.

د هغه په وينا، د طالبانو په بريدونو کې د ملکي خلکو تلفات زيات و.

د ناټو دغه مقام وايي، سږ کال پر وسله والو د بهرنيو ځواکونو له خوا هوايي بريدونه هم زيات شوي چې دغه کار له ځمکنیو افغان ځواکونو سره د جګړې په ميدان کې ډېره مرسته کړې ده.

د ناټو دغه چارواکي ادعا وکړه چې د امريکا د نوې ستراتيژۍ اعلان او په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د پاتې کېدو خبر د وسله والو طالبانو د روحيې په کمزوري کولو ډېر اغېز کړى دی.

ده وويل، په ځينو ځايونو کې چې وسله والو طالبانو بريدونه کړي نو زيات تلفات يې ليدلي.

هغه زياته کړه چې کېداى شي د ژمي په موسم کې هم طالبان ځيني تحرکات ولري څو ځان فعال وښيي.

د سرچينې په خبره، طالبان هر ژمى خپله نوې پاليسي جوړوي چې کېداى شي را روان ژمى هم دغه کار وکړي.

د ناټو دغه مقام وايي، داعش د افغانستان د ختيځ په ځينو سيمو کې فعال دى.

د سرچينې په خبره چې تر اوسه دوى د داعش او طالب تر منځ همکاري نه ده ليدلې، خو سرپل او په ځينو نورو سيمو کې د دوى تر منځ له جګړې خبر شوي دي.

د ناټو دغه چارواکى وايي چې داعش په غور او جوزجان کې ښه ځاى د ځان لپاره پيدا نه کړاى شو، لکه د ننګرهار ولايت په څېر او په غور کې زياتره داعش وسله وال ازبکستاني دي.

ياد چارواکي وويل چې د روان کال په ترڅ کې د طالبانو يو شمېر مشران افغانستان ته د خپلو کسانو د منسجم او روحيې ورکولو په موخه راغلي، خو وايي چې هلمند ته د طالبانو د مشر ملا هبت الله د راتګ په اړه معلومات نه لري.

هغه زياته کړه چې په اوږدمهاله توګه د طالبانو په اړه د پاکستان د پاليسۍ په اړه اوس څه نه شي ويلى، خو په لنډ مهال کې يې د هغوى په اړه خپله پاليسي نه ده بدله کړې.

ناټو وايي چې د هوايي ځواک له پلوه د افغان ځواکونو د پياوړتيا او سمبالښت چارې ګړندۍ شوې، اوس د افغان هوايي او ځمکنيو ځواکونو تر منځ ښه همغږي راغلې، افغان ځواکونه د جون په مياشت کې وتوانېدل چې په لومړي ځل د هوا له لارې نورو امنيتي ځواکونو ته توکي په بريالي توب سره وغورځوي.

د ناټو د روزنې ماموريت وايي چې د تېرو درېیو کلونو په پرتله اوس د افغان هوايي ځواک دندې درې چنده، اجراات شپږ برابره او هوايي بريدونه يې لس برابره زيات شوي او تر راتلونکو شپږو کلونو پورې به دغه کچه ٥٠ برابره ته ورسېږي.

سرچينې وويل چې تر راتلونکو شپږو کلونو پورې به افغان ځواکونه ١٧٠ جنګي چورلکې ولري او د زړو چورلکو ځاى به نوې ونيسي.

د ناټو دغه چارواکى وايي چې د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې افغان حکومت ښه ګامونه پورته کړي، خو کافي نه دي چې بايد په دې برخه د ننګونو پر وړاندې ډېر او لا ښه اغېزمن کار وشي.

سرچينه وايي چې په افغانستان کې يوه برخه کسان د ژوندي پاتې کېدو په خاطر فساد کوي او بله برخه ده چې له پورته فساد را وارد وي.

ناټو د فساد پر وړاندې د مبارزې برخه کې د ولسمشر، لويې څارنوالۍ، د عدلي او قضايي ارګانونو، د درنو جرمو رياست او نورو بنسټونو کارونه د ستاينې وړ وبلل.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.