ناټو ومنله چې د دوستم الوتکې ته د کېناستو اجازه نه ده ورکړل شوې

 

دامریکا غږ

په افغانستان کې د قاطع ماموریت د ملاتړ ځواکونه مني چې هغې الوتکې ته د بلخ په هوايي ډګر کې د کېناستلو اجازه نه ده ورکړل شوې چې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم هم په کې و.

د قاطع ملاتړ د ماموریت ویاند بیل سالوین امریکا غږ اشنا ته وویل چې له دغې پېښې وروسته هغوی ته تیلیفونونه وشول او په دې برخه کې ترې د مرستې غوښتنه وشوه. خو وايي چې هغوی قضیه وڅېړله او معلومه شوه چې دا د افغانستان داخلي مسئله ده او بهرنیو ځواکونو ته په کې د مداخلې ځای نشته.

ویاند سالوین تاید کړه چې په الوتکه کې جنرال دوستم هم ناست و چې د کېناستو اجازه ورکړل شوې نه ده، خو ویې نه ویل چې چا اجازه نه ده ورکړې او چا له ناټو څخه په دغې برخې کې د مرستې غوښتنه وکړه.

د بلخ والي ته یوې نږدې سرچینې امریکا غږ اشنا راډیو ته دا تائید کړې ده، چې جنرال عبدالرشید دوستم د سپرلۍ الوتکې د سه شنبې په شپه (جولاۍ۱۷) اته نیمې بجې له ترکیې څخه روانه شوې وه او ټاکل شوې وه چې لس نیمې بجې د مولانا جلال الدین بلخي هوایي ډګر کې کښیني، خو سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وايي، جرمني سرتیرو ورته د ناستې اجازه ورنکړه.

دا سرچینه وايي دا الوتکه د ۱۵ دقیقو لپاره د هوايي ډګر په فضا ګرځیدله چې بیا وروسته د ترکمنستان د عشق اباد هوایي ډګر ته ستنه شوه.

خو د جنرال دوستم دفتر په یو بیان کې دا رپوټونه او ادعاوې بې‌ بنسټه او درواغ بللي دي. اعلامیه وايي “د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال لا هم د ترکیې په جمهوریت کې د انقرې په ښار کې دی او تر راتلوونکو څو ورځو یې وطن ته د ستنیدلو پریکړه نه ده کړې”.

د ملي اسلامي جنبش د ویاند بشیر احمد ته ینج څخه مو د دغو رپوټونو د سپیناوي په اړه وپوښتل، خو هغه امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې دی د لومړي مرستیال د دفتر له خوا په دې اړه د خپرې شوې اعلامیې څخه زیات د ویلو لپاره څه نلري.

اعلامیه وايي چې جنرال دوستم به په افغانستان کې د دریو ګوندونو د نوي ائتلاف د اعلان په غونډه کې ګډون کوي. په دغه بیان کې د دغې غونډې د نیټې په هکله څه نه دي ویل شوي.

په اعلامیه کېد جنرال دوستم د راتګ وخت هم نه دی ښودل شوی. خو وايي هرکله چې جنرال دوستم وطن ته راستنیږي د خپل سفر په اړه د افغانستان د ملکي هوانوردۍ اداره او خپل دفتر ته خبر ورکوي.

د بلخ د والي د دفتر ویاند منیر احمد فرهاد هم دا ډول خپاره شوي رپوټونه ناسم بللي.

ښاغلي فرهاد وویل “ټاکل شوې وه چې الوتکه د شپې په نهو بجو د مولانا جلال الدین بلخي په هوایي ډګر کې ناسته وکړي، جنرال دوستم په کې نه وو، په الوتکه کې د بلخ د والي یو شمیر میلمانه چې د مولانا د کور د جوړولو د پروژې د تطبیق لپاره له ترکیې څخه بلخ ته راتلل د تخنیکي ستونزو له امله الوتکې ناسته ونه کړه او بیرته یې د ترکمنستان پایتخت عشق اباد کې ناسته وکړه”.

داسې رپوټونه هم وو، چې د افغانستان د ملي اسلامي جنبش د ځوانانو څانګې د دوشنبې له ماسپښین را په دې خوا په مزارشریف ښار کې د جنرال دوستم د هرکلي لپاره چمتووالی نیولی وو.

افغان حکومت وایي، په دې اړه یې پلټنې پیل کړي، چې پایلې به یې وروسته له رسنیو سره شریکې شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.