ناټو وایي که طالبانو بریدونه ډېرکړي، افغان ځواکونو یې هم ښه مخه نیولې

 

تاند ( پنج شنبه، د میزان ۳) په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قومندان وایي په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو خپل بریدونه ډېر کړي دي.

سکاټ مېلر کندهار ته د سفر پر مهال رسنیو ته ویلي، سره له دې، چې طالبانو خپل بریدونه ډېرکړي خو افغان ځواکونو هم ښه دفاع کړې ده.

د مېلرپه خبره افغان پوځ په دفاعي حالت کې دی او د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ډېرول د پوښتنې وړ خبره ده.

نوموړي دغه راز پر طالبانو غږ کړی، چې تاوتریخوالی کم کړي.

هغه ویلي اوس ټوله نړۍ د سولې مسئلې ته متوجه شوې او د دې غوښتونکې ده، چې باید تاوتریخوالی کم شي.

په ورته مهال د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي هم ویلي، چې افغان پوځ پیاوړی دی او د ګواښونو پر وړاندې د مبارزې وړتیا لري.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.