ناټو له افغان سر تيرو سره د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکړ

دامریکا غږ

د ناټو تړون غړو هيوادونو له افغان سر تيرو سره د خپلو مالي مرستو د دوام په اړه يو ځل بيا ډاډ ورکړ.

هغه ناسته چې پرون سې شې شنبه په بروکسل ښار کې د ناټو تړون د مرسته کوونکو هيوادونو د غړو او استازو ترمنځ تر سره شوه، ژمنه وکړه چې تر۲۰۲۰میلاد ي کال ورورسته به هم له افغان سرتيرو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د ناټو تړون د غړو هيوادونو استازو ويلي چې له افغان سر تيرو سره د مرستو دوام به په افغانستان کې د سولې له ټينګېدو سره مرسته وکړي.

په دغه ناسته کې د ناټو سر منشي ويلي”​له افغان سرتيرو سره د مرستې صندوق له نړيوالو پروژو سره د نړيوالي ټولنې په اړه ښه رول لري؛ تر څو د افغان سرتېرو وړتياوې لوړي شي او له تروريزم سره د مبارزې په برخه کې ورسره مرسته وکړي.”

نوموړي زياته کړې چې په ۲۰۱۶میلادي کال کې په وارسا غونډه کې د ناټو تړون غړو هيوادونو له افغان سر تيرو سره تر۲۰۲۰میلاد​ي کال پوري خپل ملاتړ اعلان کړى و خو تير کال په بروکسل ناسته کې د دغه تړون غړو هيوادونو وويل چې تر ۲۰۲۴میلادي کال پوري به د افغان سر تيرو ملا تړ ته دوام ورکړي.

د ناټو غړو هيوادونو په پرونۍ ناسته کې د افغانستان د ماليې سرپرست وزير همايون قيومي هم ګډون کړي و.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.