ناټو رسماً متحده عربي امارات هیواد په غوڅ ملاتړ ماموریت کې ومانه

 
تاند- ناټو تړون نن /پنجشنبه/ په خپل مرکز بروکسل کې متحده عربي امارات رسماً په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت د غړي په توګه ومانه.

د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت دنده د افغان امنیتي ځواکونو روزنه او د سلا مشورو ورکول دي.

د ابوظهبي د نشنل ورځپاڼې د راپور له مخې، متحده عربي امارات له ډېرې مودې راهیسې په افغانستان کې په یو نه یو ډول په افغانستان کې له نړیوال ماموریت سره مرسته کوي خو دا لومړی ځل دی چې ناټو د متحده عربي اماراتو رول ته په درنه سترګه ګوري.

د ناټو د سرمشریزې د پای په ګډه اعلامیه کې ویل شوي«موږ د متحده عربي اماراتو هرکلی کوو چې له غوڅ ملاتړ ماموریت سره یوځای شو او موږ نور لېوال هیوادونه هڅوو چې په دې ماموریت کې ونډه واخلي.»

په غوڅ ماموریت کې د شاملېدو یو شرط دا دی چې د افغان ځواکونو د روزنې مالي پېټی به هم په غاړه اخلي.

د ناټو په اعلامیه کې د متحده عربي اماراتو ګډون ته په اشارې راغلي«دا د افغانستان د ثبات لپاره د نړیوالې ټولنې د ملاتړ ښکارندويي کوي.»

ناټو تایید کړې چې متحده عربي امارات د جولای په ۱۱ او ۱۲ د افغانستان په اړه د دې تړون د لوړې کچې په غونډه کې ګډون کړی دی.

متحده عربي امارات لومړنی عربي هیواد و چې د ناټو ترمشرۍ لاندې یې د ناټو په افغان ماموریت کې برخه واخیسته. د دغه هیواد وسله والو ځواکونو ډېره موده د امریکايي پوځیانو ترڅنګ په هلمند ولایت کې خدمت کړی دی.

اوس متحده عربي اماراتو او قطر ویلي چې بیا هم حاضر دي چې افغانستان ته مځکني ځواکونه واستوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.