ناټو د افغان پوځیانو لپاره د تداوۍ یو لوی مرکز جوړوي

 

 

تاند- په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت غواړي چې د کابل په سردار محمد داوود خان روغتون کې د ۵۴ ملیون ډالرو په لګښت د افغان امنیتي ځواکونو د تداوۍ لپاره یو مرکز جوړ کړي.

د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت د جمعې په ورځ وویل چې په دې مرکز کې به د ملي اردو سرتېري، افسران او د هغوی د کورنیو غړي له درملنې وروسته د تداوۍ په موده کې ساتل کېږي.

ناټو همداراز وايي چې د دغه مرکز پر جوړولو به ۵۴ ملیون ډالره ولګوي او په هغه کې به ۱۰ ناروغانو ته د فیزیوتراپي خدمات وړاندې شي.

د دغه مرکز په ودانۍ کې به د طب د پوهنځي ۲۰ نجونو محصلانو ته د اوسېدو ځای هم جوړ کړي.

دا مرکز به د ۲۰۱۹ تر پایه بشپړ شي.

ناټو وايي چې د دغه مرکز د لګښت لویه برخه کاناډا په غاړه اخیستې وه. کاناډا ویلي چې ۲۷ ملیون ډالره به ورکړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.