م.م. په ۶ میاشتو کې ۵۲۴۳ملکي افغانان مړه او ژوبل شوي

 

 

تاند- په افغانستان کې د مرګ ژوبلو د شمېر په اړه د ملګروملتو په تازه راپور کې، چې نن /دوشنبه/ خپور شو، ویل شوي چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله د ملکیانو تلفات زیات شوي دي.

یوناما یا په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر ویلي چې د ملکیانو زیاتې مرګ ژوبلې د انتحاري حملو له کبله دي.

دې ادارې یادونه کړې چې دغو حملو په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو ته زیاتې مرګ ژوبلې اړولي دي.

د ملګروملتو د مرستندوی دفتر د وروستي راپور له شمېرنو سره سم، د روان میلادي کال د جنورۍ له لومړۍ څخه د جون تر ۳۰ مې پورې د۱۶۶۲ ملکیانو وژل کېدا تایید شوې چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۲ زیات دی.

د ملګروملتو راپور په عین حال کې د ټپیانو شمېر د تېر کال د ورته مودې په پرتله په سلو کې ۱ لږ ښيي او وايي چې په دغو ۶ میاشتو کې ۳۵۸۱ تنه ټپیان شوي دي.

د یوناما په راپور کې ویل شوي چې په سلو کې ۴۰ ملکیان د دولت د وسله والو مخالفانو په چاودېدونکو موادو؛ لکه انتحاري حملو، او مقناطیسي بمونو وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

ملګري ملتونه وايي چې په انتحاري حملو کې ټولټال ۱۴۸۳ تنه وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

دا اداره په خپل راپور کې وايي چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو له لوري د ملکیانو د مرګ ژوبلو شمېر د تېر کال په پرتله لږ شوی دی.

د دې ادارې په وینا په مځکنۍ جګړه کې د مرګ ژوبلو شمېر د تېر کال په پرتله په سلو کې ۱۰ لږ شوی دی.

سږ کال په مځکنیو جګړو کې ۴۳۴ تنه وژل شوي او ۱۳۷۵ نور ژوبل دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.