م.م. طالبان د عفوې د اعلان خلاف د افغانانو وژنو ته دوام ورکړی او نجونې له تعلیمه راګرځولي

 

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۲۲) د ملګروملتو د بشري حقونو کمیشنره وايي، طالبان هغه کسان وژني چې د پخواني حکومت لپاره یې کار کړی، او د هر افغان د بشري حقونو د درناوي په اړه د خپلې ژمنې سرغړونه کوي.

د بشري حقونو لپاره د ملګروملتو کمیشنره میشل باشلي وايي، د دې دفتر باوري ادعاوې ترلاسه کړي چې د مخکیني حکومت کارکوونکي او د هغو د کورنیو غړي نیول شوي او په ځینو مواردو کې له نیول کېدو وروسته وژل شوي دي.

دې نن / دوشنبه/ په یوه بیان کې افشا کړه چې طالب جنګیالي د حکومتي مامورینو او هغو کسانو چې د امریکا له متحدو ایالتونو او اړوندو موسسو سره یې کار کړی دی، د موندلو لپاره کور په کور تلاشي اخلي.

اغلې بشلي زیاتوي، موجود معلومات ثابتوي چې د طالبانو عمل د عمومي عفوې په اړه د دوی له ژمنې سره توپیر لري.

دا وايي، طالبانو ژمنه کړې وه چې د پخواني حکومت امنیتي ځواکونو او ملکي مامورینو ته څه نه وايي، کورونه به نه تلاشي کوي او د اسلامي قوانینو پر اساس به ښځو ته حقونه ورکوي.

میشل بشلې، چې په جینیوا کې د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا غونډې ته خبرې کولې، وویل چې افغانستان په یوه نوي خطرناک پړاو کې دی ځکه ډېری ښځې او د اقلیتونو او د مذهبي ټولنو غړي د خپلو حقونو په خاطر ژوره اندېښنه لري.

مېرمن بشلې زیاته کړه چې د طالبانو د ادعاوو برعکس چې وايي د ښځو حقونو ته درناوی کوي، طالبان د دې په وینا په زیاتېدونکې بڼه ښځې له عام چاپېریال څخه څنډې ته کړې دي.

دې وویل «زما دفتر د افغانستان د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د پر له پسې وژنو او د پخواني حکومت د مامورینو او چارواکو او د هغو د کورنیو د غړیو د نیونو باوري ادعاوې ترلاسه کړي دي، په ځینو مواردو کې پخواني چارواکي پرېښودل شوي خو د ځینو نورو مړي ورسپارل شوي دي.»

دې دا هم وویل، طالبان د هغو ځانګړو دولتي چارواکو او مامورینو د نیولو لپاره، چې له امنیتي ځواکونو یا بهرنیو ځواکونو سره یې پخوا همکاري کړې ده، تلاشي اخلي.

«دا ډول تلاشۍ په ټول کندهار ښار، همداراز د کندهار ولایت په ولسوالیو، هرات، مزارشریف، ګردېز، سمنګان، او نورو ولایتونو کې اخیستل شوي دي. دې ته ورته پېښو د ملګروملتو ځینې کارکوونکي هم اغېزمن کړي، هغوی ویلي د طالبانو له لوري پر دوی حملې او ګواښونه ډېر شوي دي.»

د ملګروملتو د بشري حقونو کمیشرې وویل، طالبانو د نجونو لپاره په زده کړو کې محدودیتونه راوړي، په ګڼو سیمو کې تر ۱۲ کلونو مشرې نجونې نه پرېږدي چې ښوونځوی ته لاړې شی.

امریکا او ګڼو نورو هیوادونو ویلي چې د طالبانو په اړه به وروسته له دې قضاوت وکړي چې وګوري ایا ژمنې او عمل یې ورته والی لري او که نه.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.