م.م. اتلس نیم ملیونه افغانانو بشري مرستو ته سخته اړتیا لري

 

تاند(سې شنبه، د جدې ۲۳) ملګري ملتونه وايي، په وروستیو شپږو میاشتو کې مرستو ته د اړو افغانانو شمېر د څلور کاله پخوا په پرتله شپږ ځله زیات شوی دی.

د ملګروملتو د سرمنشي ویندوی سټېفان دوچاریک د دوشنبې په ورځ وویل، د دې منظور دا دی چې سږ کال په هرو تقریباً دوو تر ۵ کلونو کشرو افغان ماشومانو کې یو له شدیدې خوارځواکۍ سره مخامخ دی.

څلور کاله پخوا ۲ ملیونه او ۳ لکه افغانان مرستو ته اړ پېژندل شوي وو.

د سرمنشي ویندوی زیاتوي، په دې خاطر چې خلک بې ځایه شوي، کورونه یې پرې ایښي او عواید یې کم شوي، لوږه په زیاتېدو ده.

د ښاغلي دوچاریک په وینا، په ۲۰۲۱ م کال کې به د افغانستان نژدې نیمايي وګړي د ژوندې پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د ملګروملتو د بشري مرستو د همږغۍ د دفتر (کوچا) د معلوماتو له مخې، په ټول افغانستان کې ۱۸ ملیونه او ۴ لکه وګړي مرستو ته اړتیا لري او دا شمېر تېر کال د کورونا وایرس د خپرېدو له کبله زیات شوی دی.

ملګري ملتونه وايي چې اوس ۱۵ ملیونه او ۷ لکه تنه په بشري مرستو متکي دي خو دا په داسې حال کې ده چې مرستندویان کافي بودجه نه لري.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.