مېلر: افغانستان کې د پاکستان له ملاتړ پرته د ثبات ټینګښت سخت، خو ناممکن نه‌دی

 

دآزادی راډیو

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ مأموریت ته نوی نومول شوی امریکايي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وايي، په افغانستان کې د کړکېچ د سیاسي هواري لپاره پوځي او سیاسي دواړه هڅې باید خوا په خوا مخکې ولاړې شي.

جنرال سکاټ مېلر وايي، که پاکستان، روسیه او ایران د طالبانو د وسله‎وال فعالیت ملاتړ ته دوام ورکړي، په افغانستان کې پخلاینه نه‎شو عملي کولای.

جنرال سکاټ مېلر د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۹» د امریکا د سنا د وسله‎والو خدمتونو کمېټې ته وویل، د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ستراتېژۍ په بریالیتوب کې د پاکستان همکاري ډېره مهمه ده.

د نوموړي په وینا په افغانستان کې د پاکستان له ملاتړ پرته د اوږد مهالي ثبات ټینګول سخت دي، خو ناممکن نه‎دي.

جنرال سکاټ مېلر زیاته کړه، د سیاسي هواري لپاره یوازې پوځي فشار کفایت نه‎کوي او تر څنګ‌یې ډیپلوماتیک او ټولنیزو فشارونو ته هم اړتیا ده.
نوموړي د سیاسي هواري په برخه کې خپله د افغانانو ونډه هم مهمه وبلله او ویې‌ویل:

“د هواري لپاره خپله د افغانانو هڅو ته هم اړتیا ده. افغانان د ستونزې د هواري یوه برخه ده. د سولې پروسه د افغانانو په مشرۍ او د دوی ده او نور ښکېل لوري هم باید ټول په ګډه کار وکړي، څو اصلي اهداف تر لاسه شي.”

په افغانستان کې د اختر په ورځو کې د رامنځته شوي اوربند د اهمیت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې جنرال مېلر وویل چې د تاوتریخوالي د کمولو پلوی دی او کله چې تاوتریخوالی کمېږي، د خبرو لپاره ډېر چانس پیدا کېږي، خو نوموړي وویل، نه‌غواړي له حده زیاته تمه ترې ولري.

د دې امریکايي جنرال په وینا دا د ډیالوګ لپاره پیل کېدای شي او اوس مهمه دا ده چې افغان حکومت، طالبان او نړیواله ټولنه‌یې باید تعقیب کړي.

ښاغلي مېلر دا څرګندونې په‎داسې حال کې کوي چې په افغانستان او سیمه کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د یو اوږد مهال اوربند او سولې د خبرو د پیل لپاره هڅې چټکې شوې دي.

په‎دې لړ کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سې شنبې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۹» په ماښام د کابل په حضوري چمن کې له هلمنده تر کابله پلي تللي د سولې د حرکت غړو ته وویل، له طالبانو سره له قید او شرط پرته په ټولو مسئلو خبرو ته چمتو دی او که طالبان‌یې ومني دا یو کلن اوربند ته هم تیار دی.
د ښاغلي غني په وینا وروستي اوربند څرګنده کړه چې افغانان خپلو کې سولې ته رسېدای شي.

ولسمشر غني زیاته کړه:

“څوک راسره «خبرو» ته کېني؟ مولوي صاحب هبت‎الله راسره کېني؟ را دې شي او راسره دې کېني، بې له قیده او شرطه، زموږ دا دود دستور دی که‎نه؟ د جرګې دود همدا دی که نه‌دی؟ که همدا وي نو دا زما وړاندیز دی چې کوم ځای کې له ما او ډاکتر صاحب عبدالله سره خبرو ته کېني. مولوي صاحب یعقوب دې راشي چې دوه په دوه کېنو، که غواړئ په بله سطحه خبرې وکړئ په بله سطحه به خبرې وکړو.”
ولسمشر غني د سولې د حرکت غړو د بهرنیو ځواکونو د وتلو د غوښتنې په اړه وویل، کله چې یې افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو د انتقال مسؤلیت درلود، لسګونه زره بهرني سرتېري له افغانستانه ووتل او که طالبان خبرو ته راشي، نو د پاتې زرګونه سرتېرو د برخلیک په اړه پرېکړه هم سخته نه‎ده.

ولسمشر اشرف غني د کابل په حضوري چمن کې له دې څرګندونو څو ساعته مخکې په ارګ کې د سولې او اوربند په تړاو د افغانستان د یو شمېر سیاسي او جهادي مشرانو د یوې مهمې مشورتي غونډې کوربه هم و.

له‎دې غونډې سمدستي وروسته درې لوړپوړي افغان امنیتي چارواکي پاکستان ته ولاړل.

د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر، کورنیو چارو د وزیر ویس برمک او د ملي امنیت د رئیس معصوم ستانکزي په ګډون د افغان امنیتي چارواکو پاکستان ته سفر ناڅاپي و چې دمخه‌یې په اړه څه نه‎وو ویل شوي.
د اسوشیټېد پرس خبري اژانس د افغانستان د رسنیو د مرکز د مرستیال فیروز بشري له خولې ویلي چې درې واړه افغان چارواکي به په اسلام‎اباد کې له لوړپوړو پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.

د اسوشیټېډ پرس د راپور په وینا دا افغان پلاوی به پاکستاني چارواکو سره د طالبانو سره د سولې پر پروسه بحث کوي.
د افغان حکومت یوې سرچینې د نوم نه‎ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې ټاکل شوې د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر له پاکستانه ازبکستان ته ولاړ شي.

د ازبکستان حکومت په وروستیو کې اعلان کړی چې د افغان طالبانو له مشرتابه سره‌یې خبرې کړي او هغوی ته‌یې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په خبرو کې د منځګړیتوب وړاندیز کړی.
تر دې مخکې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۹» د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ښاغلي اتمر د سعودي عربستان د ملي امنیت له سلاکار سره ټیلیفوني خبرې کړې وې.

د ملي امنیت د شورا ویاند قادر شاه ازادي راډیو ته وویل، په‎دې خبرو کې په نورو مسئلو سربېره په افغانستان کې په وروستي اوربند او د سولې په موضوع هم بحث وشو.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.