مک اداره: په افغانستان کې په ۲ پروژو کې میلیونونه ډالر فساد شوی

 

 

له اداري فساد سره د مبارزې ګډې خپلواکې کمېټې په خپله یوه تازه څېړنه کې د کرنې او کلیو د پراختیا په برخه کې په عملي شویو پروژو کې له شوي پراخ فساد څخه پرده پورته کړې ده.

دا کمېټه وايي چې د کرنې د ودې او د کلیو د پراختیا په پروژو کې یوازې د ظرفیت جوړونې او د بې نظمیو د مخنیوي په خاطر ۱۱ میلیونه ډالر لږېدلي دي.
دا کمېټه وايي، د دې پروژو پلي کوونکي د کرنې او د کلیو د پراختیا وزارتونه دي، خو مرسته کوونکي یې هم د فساد په برخه کې شریک دي.

د دغې کمېټې یو کمیشنر باري سلام په دې اړه وايي:

“د پیسو یوه زیاته اندازه چې د ټولې پروژې ۶۱ فیصده کېږي، په داسې ډول لګول شوې چې د افغانستان لپاره نه ده، عمده ټکی یې دا دی چې د کاردیف له پروژې ښکاري چې مرسته کوونکو هېوادونو پیسې داسې لګولي او پروژې یې داسې پلې کړي چې په افغانستان کې یې اداري فساد ته زمینه برابره کړې ده.”

د کاردیف پروژه چې د افغانستان د کرنې او د کلیو د پراختیا په برخه کې کار کوي، ۸ کاله وړاندې د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د برېتانیا له خوا پیل شوې ده.

د اداري فساد سره د مبارزې ګډه کمېټه وايي چې د دې پروژې دوهم پړاو تړون چې له ۲۰۱۴میلادي کال راهیسې پيل شوی، د اتوس په نوم له یوه شرکت سره له هېواده بهر لاسلیک شوی او یاد شرکت له پروژې څخه د څار او کارکوونکو د استخدام مسؤلیت پر غاړه لري.

د دغې کمېټې په وینا، دا شرکت چې نه په افغانستان کې ثبت دی او نه یې هم فعالیت حقوقي بنسټ لري، فساد ته زمینه برابره کړې ده.

د اداري فساد سره د مبارزې دا بنسټ وايي چې په پروژو لګول شوې ۶۱ فیصده پیسې د افغانستان په ګټه نه دي تمامې شوي.

خو د دغې پروژې یا کاردیف مسؤلین دا راپور ناقص بولي.

د کاردیف د پروګرام اجرائیه رئیس شکیب سخي زاده په دې اړه وايي:

“هڅه مو وکړه چې دا معلومات د مک ادارې په واک کې ورکړو چې له پروګرامونو څخه په اخېستل شويو معلوماتو کې تېروتنه وښيي، کاردیف په دې باور دی چې دې راپور د پروګرامونو اصلي څېرې ته انعکاس نه دی ورکړی او له واقعیته لېرې دی، موږ ډېرې لاسته راوړنې لرلې او دا هره ورځ په ډېرېدو دي.”

د دغه پروګرام مسؤلین وايي چې د ۲.۸ ميلیارده افغانیو په اندازه خصوصي پانګونه چې د کرنې په برخه کې جذب شوې، نېږدې ۶۰ زره نیغ په نیغه او غیرمستقیمې بوختیاوې یې رامنځته کړې دي.
د ښاغلي سخي زاده په وینا، دا وخت د افغان بزګرانو عایدات ۱.۳ ميلیارده افغانیو ته لوړ شوي او دا شمېره هره ورځ په لوړېدو ده.

له دې سره د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ګډه خپلواکه کمېټه وايي، د کاردیف د پروژې تمویلوونکي باید د فساد مخه ونیسي او له عملي کېدونکو پروژو هم جدي څارنه وشي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.