مولانا فضل الرحمان: آی ایس آی د غرب په فرمایش افغان جګړې ته د مدرسو پښتانه استولي J
تاند، یکشنبه، د جدي ۲۹مه: په پاکستان کې د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن وایي، پښتانه ځوانان، افغان جګړې ته د غرب په غوښتنه پارول کیدل او لېږل کېدل.
نوموړي ویلي، وسله والو فعالیتونو ته د پښتنو ځوانانو هڅونه د مدرسو کار نه؛ بلکې د پاکستاني استخباراتو کار و او د همدوی له لوري ورته وسلې ورکول کېدې څو افغانستان ته د جهاد لپاره لاړ شي.
هغه زیاته کړې دا هغه حقیقت دی چې تاریخ به یې ثابت کړي.
نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امریکایي پلاوې ترمنځ د سولې خبرې اترې روانې دي او تمه ده چې په نږدې راتلونکې کې یوې هوکړې ته سره ورسېږي.
نظرات بسته شده است.