منظور پښتین د پاکستان له زندانه ازاد شو

 

تاند، سه شنبه، د حوت ۶مه: د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین شاوخوا یوه میاشت د پاکستان په زندان کې له بند تېرولو وروسته خوشې شو.

د هغه د خوشې کېدو ځای ته سلګونه د پي ټي ایم غړی ورغلي او د منظور ته یې د ګلانو هارونه وروړي دي.
منظور پشتین به د مارچ په لومړۍ نېټه د پي ټي ایم تر ټولو لویه غونډه کې ګډون وکړي.

د منظړر پښتین مدافع وکیل اختر سعید نن ویلي وو، محکمې یې په اتو مقدمو کې دمنظور پشتین ضمانتونه منلي او اوس په ښکاره ډول دهغه په ضد بله داسې کومه دوسیه نشته چې په اساس یې هغه په بند کې وساتل شي.

اختر سعید له خبریالانو سره ویلي پرون په یوه دوسیه کې د منظور پشتین ضمانت شوی و او نن محکمې ته ضمانت ګړي ورکړل شول چې ورسره به تر مازیګره منظور پشتین له بنده خلاص شي.

هغه وویل په منظور پشتین نور هیڅ تورونه نشته او محکمې کې دا خبره ثابته شوې ده چې په منظور پشتین لګیدلي ټول تورونه بې اساسه دي: (( نور نو په قانوني توګه د هغه په زندان کې دساتلو هیڅ جواز نشته.))

منظور پشتین د جنورۍ د ۲۶مې نېټې شپه مهال پېښور کې دپولیسو لخوا نیول شوی او د دوو اوونیو لپاره زندان ته لیږل شوی و.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.