ملګري ملتونه: ۵ ملیونه او ۵ لکه افغانان بیړنیو مرستو ته اړتیا لري

 

تاند- د بشري مرستو د همږغۍ په چارو کې د ملګروملتو استازی وايي چې سختې وچکالۍ او جګړو تر پنځه نیم ملیون زیات افغانان بیړنیو مرستو ته اړ کړي دي.

په افغانستان کې د ملګروملتو د بشري مرستو همږغوونکي توبي لانزر په نیویارک کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د افغانستان بشري وضعیت د وچکالۍ له کبله ډېر خراب شوی دی.

لانزر زیاته کړه«افغانستان له خورا بدې وچکالۍ سره مخامخ دی؛ د وروستیو څو لسیزو تر ټولو بدې وچکالۍ؛ او اوس تر ۵ ملیونه او ۵ لکه زیات کسان بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.»

د ملګروملتو استازي همداراز وویل، یوازې په وروستیو څو اوونیو کې تر دوه نیم لکه زیات افغانان د وچکالۍ له کبله د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د لانزر په وینا لویه اندېښنه دا ده چې ژمی راروان دی او د کورنیو بې ځایه شویو د شمېر زیاتېدا به بحران لا پراخ کړي.

ده په دې برخه کې یوه بله اصلي اندېښنه له بې ځایه شویو افغانانو سره د مرستې لپاره د بودجې کموالی وباله او له مرستندویو هیوادونو یې وغوښتل چې له افغانستان سره مرسته وکړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.