ملګري ملتونه: د بې ځایه شویو کډوالو شمېر په بې ساري ډول زیات شوی

 

 

دآزدی راډیو

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر وايي، لاهم شپږ میلیونه افغانان مهاجر دي.

نوموړی خبرداری ورکوي چې که کورنیو بېځایه شویو ته رسېدنه ونه شي، نو بهر ته د افغان کډوالو په شمېر کې به زیاتوالی راشي.

سید حسین عالمي بلخي د سې شنبې په ورځ کابل کې د پناه غوښتنې د نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته وویل چې ډېری افغان کډوال په پاکستان او ایران کې ژوند کوي.
ښاغلي بلخي زیاته کړه:

“که څه هم له اتو میلیونو څخه زیات کسان بېرته خپل هېواد ته راغلي، خو لاهم شپږ میلیونه مهاجر افغانان له هېواده بهر ژوند کوي.”

د ښاغلي بلخي په خبره، په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ۳۳۲۴۵۳ افغانان له اسیايي، اروپايي هېوادونو او همدا راز له امریکا او اسټرالیا څخه هېواد ته راغلي دي.

د جون د میاشتې په ۲۰ مه د پناه غوښتنې له نړیوالې ورځې سره برابره ده چې په اکثرو هېوادونو کې لمانځل کېږي.

د شمېرو له مخې، په ټوله نړۍ کې ۶۹ میليونه کسان له کوره تېښتې ته اړ دي.

جنګ، ناامني، ترورېزم، لوږه او د اقلیم بدلون په نړۍ کې د مهاجرت عمده لاملونه دي.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان استازي تدامیچي ياماموتو دې ناستې ته وویل چې د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې لپاره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفیر جان باس چې دې ناسته کې یې ګډون درلود، وویل چې هېواد یې تر هغې پورې خپلې هڅې جاري ساتي چې سوله ټینګه او ټول بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

نوموړي د خپل هېواد له خوا افغانستان سره د مرستو ډاډ ورکړ.

د افغانستان د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت په خبره، امریکا له تېرو شلو کلونو راهیسې له افغانستان سره د مهاجرت په برخه کې په کلني ډول د سلو ميلیونو ډالرو مرسته کړې ده.

بل خوا په افغانستان کې د اروپايي اتحاديې سفیر پیرمایدون وايي، کډوالي يوه ملي تراژيدي ده.

نوموړي په دغه ناسته کې وویل چې په اجباري او ډله ییزه توګه د مهاجرینو ويستل د دوی په پالېسۍ کې نه شته.
دی وایي:

“موږ د افغانستان د يوه متحد په توګه مهاجرینو ته رسېدنه کوو، شااوخوا دوه سوه زره افغانانو په اروپايي هېوادونو کې د پناه لپاره غوښتنلیکونه ورکړي، زموږ پالیسي دا نه ده چې ټول وباسو، موږ وضعیت څېړو او بېرته ستنېدنه داوطلبانه ده.”

دا په داسې حال کې ده چې بېرته ستنېدونکي کډوال لا هم کور او ځمکو ته ډېر کم لاسرسی لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي کمیشنرۍ د معلوماتو له مخې، افغانستان په نړۍ کې د پناه غوښتنې دوهم مبدا هېواد دی.

راپور: محمد حدیث پردېس

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.