ملګري ملتونه: افغانستان کې ۶۳٪ ښځې د هویت اسناد نه لري

 

دامریکا غږ

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره (UN Women) وايي، چې په افغانستان کې د ښځو لویه برخه د هویت رسمي اسناد نه لري او دا مسله په ټاکنو کې د ښځو د ګډون په وړاندې لوی خنډ بلل کیږي.

د دغې ادارې یوې استازې ربیکا تاوارس د چهار شنبې په ورځ (نومبر ۲۲) خبریالانو ته وویل، باید هڅه وشي ترڅو د افغانستان په ټاکنو کې د نوماندو او رایې ورکوونکو په توګه د ښځو ونډه زیاته شي.

هغې وویل “موږ پوهیږو چې ۶۳ فیصده افغان ښځې د هویت رسمي اسناد نه لري او دا د ټاکنو په بهیر کې د هغوی د ګډون په وړاندې عمده ستونزه ده”.

آغلې تاورس ټینګار وکړ، چې د هویت د اسنادو د نه درلودلو سربیره، پراخ ټولنیز خنډونه او بې‌سوادي د دې لامل شوي، چې ښځې په ټاکنو کې پراخ ګډون و نه لري.

د هغې پر وینا، لا هم د رایې ورکولو د کارت اخیستل او ټاکنو کې نوماندیدل، په افغانستان کې د ښځو لپاره یو ستونزمن کار دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارې (UNAMA) مشر تدامیچي یاماموتو وویل، د ټاکنو په بهیر کې د ښځو د پراخ ګډون لپاره، په دغه هیواد کې د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې هراړخیزې هڅې کوي.

هغه وویل “زموږ هڅې په نننۍ ناسته کې پای ته نه رسیږي، له ټولو اړخونو څخه باید ګډ کار او د همغږۍ هڅې وشي او دا باید دوام ومومي، ملګري ملتونه او او ورپورې اړوندې ټولې ادارې به له تاسې سره همکار وي”.

ښاغلي یاماموتو ټینګار وکړ، چې په ټاکنو کې د ښځو د پراخ ګډون د خوندي کولو لپاره به ملګري ملتونه خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

افغان حکومت وايي، چې د ۲۰۱۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې ښځو د رایې ورکوونکو په توګه په پراخه کچه ګډون درلود.

د رسمي شمیرو پر بنسټ په دغو ټاکنو کې څه باندې اته میلیون کسانو ګډون کړی وو، چې ۳۷ فیصده یې ښځې وې.

له مونږ سره په تماس کې پاتې شئ

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.