ملګرو ملتونو، قطر او ترکیې د ‘افغان سولې مذاکراتو د اصولو او اجنډا سند’ چمتو کړی ۳ ساعته مخکې
دآزادی راډیو
د افغان حکومت د سولې مذاکراتي پلاوي یوه سرچینه وايي چې ملګرو ملتونو، قطر او ترکیې چې د استانبول ناستې ګډ کوربهتوب په غاړه لري د مذاکراتو د اصولو او اجنډا سند چمتو کړی، افغان حکومت او طالبانو تهیې سپارلی دی.
که څه هم افغان حکومت او ملګري ملتونه په دې اړه څه نهوايي، خو طالبان وايي چې په دې اړه دوی ته څه نهدي سپارل شوي.
سرچینې ازادي راډيو ته وویل چې دغه سند د تېرې اوونۍ په لومړیو کې دوی ته سپارل شوی او دواړو لورو ته دوه ورځې وخت ورکړل شوی چې بېرته ځواب ورکړي، په وینا یې افغان حکومت ورته غبرګون ښودلی، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ويلي.
سرچینه زیاتوي، د مذاکراتو په اصول او د اجنډا په سند کې راغلي چې د ښکېلو خواوو له لوري د جګړې پای او سولهییز جوړجاړي ته رسېدل دي او دغهشان د افغانستان رسمي دین به اسلام وي.
همدا شان سند کې زیاته شوې چې پراخبنسټه، مشروطه او مشارکتي حکومت، په ټاکلي مودې سره انتقالي حکومت، د اقلیتونو د حقونو خوندیتوب، له سولې وروسته د افغانستان بیا ودانول، له ترورېزم سره مبارزه او له ګاونډیو سره دوستانه اړیکې پاللیې مهم ټکي دي.
د تېرو ولسمشریزو انتخاباتو ګټونکی ټیم او د جمهوریت ملاتړ او مدافع ډله جمهور رئیس محمد اشرف غني او مرستیالانیې امرالله صالح او سرور دانش
د تېرو ولسمشریزو انتخاباتو ګټونکی ټیم او د جمهوریت ملاتړ او مدافع ډله جمهور رئیس محمد اشرف غني او مرستیالانیې امرالله صالح او سرور دانش
سرچینه زیاتوي چې د جمهوریت ډلې سند کتلی او دوه اصولیې ورزیات کړي ” انتخابات یو کس او یوه رایه”.
هڅه مو وکړ چې په دې اړه د ملګرو ملتونو او افغان حکومت نظر له ځان سره ولرو، خو په دې اړه دواړه لوري ځواب ته چمتو نهشول.
په ورته وخت کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم ازادي راډیو ته وویل چې په دې اړه له دوی سره هېڅ هم نهدي شریک شوي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ افغان حکومت د سولې په اړه د سیاسي ګوندونو، حکومت او ملي مصالحې عالي شورا ۳۶ طرحې له ارزولو وروسته یوه واحده طرحه چمتو کړې.
د ملي مصالحې عالي شورا یو غړي عطاالرحمن سلیم ازادي راډیو ته وویل چې دغه طرحه به د شنبې په ورځ د حکومت مشرتابه ته د کتنې او کره ارزونې لپاره ورسپارل شي
که څه هم د ترکیې د استانبول غونډې دقیقه نېټه نهده معلومه، خو د افغان حکومت یوې سرچینې ازادي راډیو ته تأیید کړې وه چې دغه ناسته به د روان اپرېل میاشتې په ۱۶مه وشي.
طالبانو، ملګرو ملتونو، ترکیې او قطر هېوادونو هم د استانبول د راتلونکې ناستې په اړه رسمي نظر نهدی څرګند کړی.
نظرات بسته شده است.