ملي امنیت شورا: روسیه او منځنۍ اسیا هیوادونه د سولې له بهیر ملاتړ کوي

 

دامریکا غږ

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې او سازمان شويو جرمونو خلاف د منځنۍ آسیا، افغانستان او روسیې لومړنۍ ناسته کې، چې د چهارشنبې په ورځ د ازبکستان په پایتخت تاشکند کې جوړه شوې وه، په افغانستان کې د سولې او پخلاینې په مسلو هم خبرې شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند قادرشاه امریکا غږ اشنا راډيو ته وویل، چې په دې غونډه کې د افغانستان او د سیمې امنیتي حالات وڅیړل وشول، له ترهګرۍ سره د مبارزې، نشه یي توکو تولید او قاچاق همدارنګه د سازمان شویو جرمونو د منخنیوي لپاره په کې د سیمې د هیوادونو ترمنځ پر ګډو همکاریو بحثونه وشول.

ښاغلي قادرشاه وویل ” په دې ناسته کې د افغانستان د سولې او پخلاینې پر بهیر او په دې برخه کې د سیمې د هیوادونو پر فعاله ونډه او همکاریو هم خبرې وشوې”.

په دې ناسته کې د افغانستان او روسیې سربیره د منځنۍ آسیا د هېوادونو ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان او قرغزستان عالي رتبه امنیتي چارواکو ګډون کړی وو.

د ملي امنیت د شورا ویاند وویل،د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د غونډې ګډونوالو ته په افغانستان او سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې، نشه یی توکو قاچاق او سازمان شویو جرمونو د مخنیوي او همکاریو د پراختیا په موخه ځانګړي وړاندیزونه او طرحې وړاندې کړې، چې د ګډونوالو لخوا یې هرکلی وشو.

ښاغلي قادرشاه زیاته کړه “په دې ناسته کې پریکړه وشوه، چې یو کاري پلان ترتیب شي، تر څو دغه وړاندیزونه عملي شي”.

د ناستې ګډونوالو ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت د ټولې سیمې د امنیت او ثبات ثبات لامل کیږی، له دې امله یې د افغانستان د سولې او پخلاینې له بهیر څخه خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړ.

د ملي امنیت د شورا ویاند وویل، چې د افغانستان، روسیې او د منځنۍ اسیا د هیوادونو د عالي رتبه امنیتي چارواکو د ګډې ناستې سربیره د ملي امنیت سلاکار د دغو هیوادونو له امنیتي چارواکو سره جلا جلا غونډې هم کړي دي.

اسلام اباد ته د افغان امنیتي پلاوي سفر

ښاغلی اتمر د سه شنبې په ورځ د پاکستان د پایتخت اسلام اباد څخه د لیدنې وروسته له هغه ځایه د ازبکستان پایتخت تاشکند ته تللی وو.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، په اسلام اباد کې د ښاغلي اتمر په مشرۍ افغان پلاوي د پاکستان د امنیتي سکټور له لوړ پوړو مسولينو سره د سولې او پیوستون په موخه د افغانستان او پاکستان د عمل پلان پر تطبیق خبرې کړي دي.

پاکستان ته د ملي امنیت د سلاکار په مشرۍ په افغان پلاوي کې د ملي امنیت عمومي رئیس محمد معصوم ستانکزی او د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک هم شامل وو.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند وايي، چې اسلام اباد ته د افغان پلاوي سفر افغانستان ته د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د سفر او له جمهور رئیس اشرف غني سره د نوموړي د لیدنې او بحثونو په تعقیب شوی دی.

ښاغلي قادرشاه وویل ” په ځانګړي ډول د دې سفر موخه له نیکمرغه کوچنی اختر وروسته د سولې او پیوستون په موخه د افغانستان او پاکستان د عمل پلان تطبیق او د دې پلان د تطبیق پر څرنګوالی باندې بحث وو”.

ښاغلي قادرشاه پاکستاني امنیتي چارواکو سره دا بحثونه مثبت او رغنده وبلل.

د ډیورڼد کرښه

پاکستان ته د ملي امنیت د سلاکار د دغه دمخه نا اعلان شوي سفر پر مهال په په ټولنیزو رسنیو کې داسې رپوټونه خپاره شول، چې ګوندې د جمهور رئیس محمد اشرف غني حکومت د افغان پلاوي له لارې د پاکستان د پوځ مشر ته د ډیورڼد د کرښې په رسیمیت پیژندلو ژمنه کړې ده.

خو تیره ورځ د افغانستان د ملي امنیت شورا په یوه اعلامیه کې د پاکستاني چارواکو سره د ډیورڼډ په کرښه خبرو به اړه رپوټونه بې اساسه وبلل او ویې ویل، چې اسلام اباد ته د سه شنبې په ورځ افغان پلاوي اصلآ د پاکستان د پوځ د مشر سره هيڅ کیده کاته نه دي کړي.

د ملي امنیت شورا په دغه اعلامیه کې ویلي ” د دې موضوع د روښانتيا په موخه ليکو، چې پاکستان ته د لوړ پوړي امنيتي پلاوي د وروستي سفر پر مهال له ښاغلي جنرال باجوه سره نه کومه ليدنه او ملاقات شوی او نه هم د ډيورنډ د فرضي کرښې په مورد له نوموړي یا کوم بل چا سره کومه خبره شوې ده. په ټولنيزو شبکو کې نشر شوی خبر کاملا” بې بنسټه او يوه جعلي پروپاګند دی”.

دا اعلامیه وايي،د ډيورنډ کرښه، چې په اعلامیه کې “فرضي کرښه” یاده شوې، پر موضوع د پاکستاني چارواکو سره تر دې مهاله په هيڅ کوم مجلس کې خبرې نه دي شوي او نه هم په بحثونو کې دا موضوع راپورته شوې.

اعلامیه وايي، “نه هم بايد” دا موضوع را پورته شي.

دا اعلامیه وایي، د ډيورنډ د کرښې موضوع د افغانستان په ټول ملت پورې اړه لري او هيڅ حکومت حق نه لري چې پر دې موضوع حتی خبرې وکړي.

خو پاکستان وايي، چې د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي سرحد دی او د دغې کرښې په رسیمت پیژندلو او نه پیژندلو په باب ټول بحثونه پای ته رسیدلي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.