ملا برادر پر افغان سولې د بحث لپاره چین ته تللی ـ سرچینه

دامریکاغږ

د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی له چیني چارواکو سره پر افغان سوله د بحث لپاره بیجینګ تللی دی.

طالبانو ته نژدې سرچینو نن دوشنبه د «غبرګولې ۲۷مه» له امریکا غږ سره مرکه کې چین ته د ملا برادر سفر تائید کړ، خو نور جزئیات یې ورنه کړل.

کله چې امریکا غږ په دې اړه د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد څخه د معلوماتو غوښتنه وکړه هغه وویل:”زه د معلوماتو راټولولو په حال کې یم”

یاد طالب پلاوی پر داسې مهال چین ته سفر کوي چې ټاکل شوې روانه میاشت د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په دوحه کې له طالب استازو سره د اوم ځل لپاره پر افغان سوله خبرې وکړي.

چین په سیمه کې تر روسیې وروسته دوهم هېواد دی چې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر ورته سفر کوي.

دغه هېواد د امریکا او روسیې ترڅنګ په افغان سوله کې اغېز لرونکی هېواد بلل کېږي او تل یې د افغان سولې له بهیر څخه د ملاتړ ترڅنګ د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ پر مخامخ خبرو ټینګار کړی دی.

د چین ولسمشر شي جینګ پینګ تېره پنجشنبه په قرغزستان کې د شانګهای همکاریو سازمان غونډې په څنډه کې هم له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د لیدنې پرمهال یو ځل بیا له افغان سولې بهیر سره د همکارۍ ډاډ ورکړ.

هغه همدارنګه ویلي و چې هېواد به یې پاکستان هم له افغان سولې سره همکارۍ ته وهڅوي.

پر همدې مهال یو بل پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا وايي، چین ته د ملا برادر له سفر څخه معلومېږي چې طالبان غواړي د افغان سولې د بهیر په اړه خپل نظر د سیمې له هېوادونو سره شریک کړي.

نوموړي امریکا غږ ته وویل، طالبان هڅه کوي د سولې تر موافقې وروسته له افغانستان سره د مرستې په برخه کې د سیمې هېوادونو ملاتړ راجلب کړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.