ملاهیبت الله د کوکنارو او مخدرو موادو د مخنیوي فرمان ورکړ
تاند:(يکشنبه، د حمل۱۴ مه) د طالبانو لوی مشر ملا هیبت الله اخوند زاده نن د کوکنارو د کښت او هر ډول نشه یي توکیو د مخنيوي په اړه فرمان ورکړ.
په دغه فرمان کې ویل شوي چې د کوکنارو کرکیله په ټول هیواد کې په مطلق ډول منع ده او هیڅوک دې له دې وروسته په خپلو ځمکو کې د دغه ناوړه بوټي د کرلو هڅه نه کوي.
هیبت الله اخوند زاده ويلي، که څوک د دغه فرمان څخه سرغړونه وکړي، نو کښت به یې اړول کیږي او له متخلف سره به د اسلامي شریعت له مخې چلند کیږي.
د فرمان له مخې، په ټول هیواد کې د نشه يي موادو د ټولو ډولونو لکه شراب، هیروئین، شیشه، ټابلیټ کا، چرس او نورو استعمال، انتقال، پیر او پلور، تجارت، واردات او صادرات او د نشه یي توکو د تولید لابراتوارونه په جدي توګه منع دي.
د طالبانو مشر ويلي، د دې فرمان عملي کول لازمي دي، که هر څوک تخلف وکړي، نو د عدلي او قضایي ادارو له لوري به تعقیبیږي او مجازات کیږي به.
ملا هیبت الله اخوند زاده ته منسوب دغه پیغام نن د طالبانو يو شمېر لوړ پوړو چارواکو په يوه خبري غونډه کې اعلان او پر عملي کيدو یې ټینګار وکړ.
يو شمېر خلکو د طالبانو مشر ته د منسوب دغه پیغام هرکلی کړی، خو منتقدانو یې ویلي چې اقتصادي ناورين او شدید فقر ته په کتو طالبان بايد د ژوند د اړتياوو د برابرولو بدیلې لارې رامنځته کړي.
نظرات بسته شده است.